د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د اعليٰ پائې غونډه،پايه تخت لپاره د لويو پرمختيائي اقداماتو منظوري

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي كيپټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے) هيډ كوارټرز كښې د اعليٰ پائې غونډي مشري كولو سره وفاقي پايه تخت لپاره د څلويو پرمختيائي اقداماتو منظوري وركړه۔د خالي په ورځ د سي ډي اے هيډ كوارټر كښې د غونډي پهم هال نوي ټريفك انفراسټركچر نه تر هاؤسنګ سيكټر اپ ګريډيشن او ميلمستيا منصوبو جاج واخستلې شو چې …

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي كيپټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے) هيډ كوارټرز كښې د اعليٰ پائې غونډي مشري كولو سره وفاقي پايه تخت لپاره د څلويو پرمختيائي اقداماتو منظوري وركړه۔د خالي په ورځ د سي ډي اے هيډ كوارټر كښې د غونډي پهم هال نوي ټريفك انفراسټركچر نه تر هاؤسنګ سيكټر اپ ګريډيشن او ميلمستيا منصوبو جاج واخستلې شو چې مقصد ئې شهري مسئلې كمول او وګړو لپاره شهري سهوليات ښه كول دي۔په غونډه كښې په مهمو پريكړو كښې په ټي چوك فلائي اوور او شاهين چوك انډر پاس جوړول شامل دي د كومو د بنياد تيګه به چې ستمبر كښې اېښودلې شي۔ وفاقي وزير د تجاوزات په ضد په ټول ښار كښې د آپريشن حكم كولو سره ووئيل غير قانوني تعميرات ختمولو كښې دې هيڅ ډول نرمي ونه كړې شي۔ده اېس اېس پي آپريشنز، اے ډي سي جي او ډائريكټر ډي ايم اے پشمول سينئر چارواكو ته ذمه داري سپارلو سره ځپلي شوي سيكټري كليئر كولو له تر 30 ستمبر آخري نيټه مقرر كړې ده۔د غونډي په مهال هاؤسنګ سوسائټيو له خبردارې وركړې شوي چې په ضوابط په سختۍ سره عمل وكړي۔په غونډه كښې د ډپلوميټك انكليو اپ ګريډيشن پروجيكټ فيز ون منظوري هم وركړې شوي چې پكښې كانسټي ټيوشن ايونيو، شا او خوا سړكونه ، باؤنډري وال، سائيكلنګ ټريك او پارك نه تر مين انټري وغيره هم شامل دي۔په دې موقع د نورو منصوبو جاج واخستلې شو چې پكښې د زائرينو لپاره د دامن كوه بيا جوړول ، زير تعمير سيكټرز C-14، C-15، او C-16 د كار رفتار تندول او سيكټرز E-12 او I-12 كښې د اوږدې مودې راهسې تاخير ښكار شوي پرمختيائي كارونو تندول شامل دي۔ محسن نقوي سي ډي اے ته سپارښتنه وكړه چې نوي سيكټرو C-13، D-13، E-13 او F-13 لپاره يوه كوټلي ترقياتي منصوبه جوړه كړي۔په غونډه كښې سي ډي اے چيئرمين محمد علي رندھاوا، سي ډي اے غړو ، اېس اېس پي آپريشنز، اے ډي سي جي او نورو چارواكو ګډون وكړو۔