آئي اېس پي آر سمر انټرن شپ 2025 مزل كاميابۍ سره پائې ته ورسيد

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د آئي اېس پي آر د سمر انټرن شپ 2025 مزل كاميابۍ سره پائې ته رسيدلې،د پاكستان تر ټولو لوئ انټرن شپ كښې د ټول هېواد څخه ګڼ شمير زدكونكو په زړھ پورې برخه واخسته۔په 6 اوونو مشتمل سمر انټرنشپ ۔ 2025 كښې د 33 ښارونو 6500 څخه زياتو زدكونكو ګډون كړې چې پكښې د ټول هېواد 150 څخه زيات سركاري او غير …

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د آئي اېس پي آر د سمر انټرن شپ 2025 مزل كاميابۍ سره پائې ته رسيدلې،د پاكستان تر ټولو لوئ انټرن شپ كښې د ټول هېواد څخه ګڼ شمير زدكونكو په زړھ پورې برخه واخسته۔په 6 اوونو مشتمل سمر انټرنشپ ۔ 2025 كښې د 33 ښارونو 6500 څخه زياتو زدكونكو ګډون كړې چې پكښې د ټول هېواد 150 څخه زيات سركاري او غير سركاري تعليمي ادارو زدكونكي شامل ؤ۔د تعليم او تربيې څخه ډك سمر انټرنشپ كښې د هېواد نامتو شخصياتو د زدكونكو سره خصوصي نشستونه كړې۔زدكونكو د پي اېم اے كاكول، اين سي ټي سي پبي، پاكستان آرډيننس فيكټري واه پشمول د ګڼو پوځي تنصيباتو دوره كړي،آؤټ ډور ويزټس څخه زدكونكو د پاك پوځ آپريشنل تيارو او صلاحيتونو هم جاج اخستلې۔د آئي اېس پي آر ډي جي سره د سمر انټرنشپ زدكونكو خصوصي نشستونه هم شوي۔زدكونكو ووئيل د سمر انټرنشپ څخه ډير څه زدكولو موقع ترلاسه شوي۔انټرنشپ په اختتام زدكونكو له د آئي اېس پي آر د اړخه اعزازي سند (سرټيفكيټ) هم وركړې شول۔