زراعت د پاكستان معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ د كركيلې په څانګه كښې به سرمايه كاري پاكستان لا قوي كړي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كركيلې په څانګه كښې 300 نورو پاكستانو زده كوونكو تربيې لپاره چين ته د لېږلو په موقع راجوړې كړې دستورې ته وينا

اسلام آباد 22 اګست(اے پي پي )وزيراعظم محمد شهباز شريف زراعت د پاكستان معيشت كښې د ملا د تير حېثيت ګرځولو سره وئېلي دي د كركيلې په څانګه كښې به سرمايه كاري پاكستان قوي كړي٬د پورونو نه به خلاصے ترلاسه شي٬ د لائيو سټاك او كركيلې په څانګه كښې به د چين پوهې٬تجربو او ټېكنالوجۍ څخه استفاده وكړو٬پاكستان به د قائداعظم د خوبونو له مخې جوړوو٬ميرټ٬محنت٬امانت او ديانت خپل مقصد …

اسلام آباد 22 اګست(اے پي پي )وزيراعظم محمد شهباز شريف زراعت د پاكستان معيشت كښې د ملا د تير حېثيت ګرځولو سره وئېلي دي د كركيلې په څانګه كښې به سرمايه كاري پاكستان قوي كړي٬د پورونو نه به خلاصے ترلاسه شي٬ د لائيو سټاك او كركيلې په څانګه كښې به د چين پوهې٬تجربو او ټېكنالوجۍ څخه استفاده وكړو٬پاكستان به د قائداعظم د خوبونو له مخې جوړوو٬ميرټ٬محنت٬امانت او ديانت خپل مقصد جوړ كړئ نو سباؤن ځالانده دے٬د پرمختګ كنجي د ځوانانو په لاسو كښې ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كركيلې په څانګه كښې د نورو 300 پاكستانيانو زده كوونكو تربيې لپاره چين ته د لېږلو په موقع راجوړ كړې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔په دې موقع د چين سفير جيانګ زائيډونګ٬د فوډ سكيورټي وفاقي وزير رانا تنوير حسين٬د وزيراعظم خاص مرستيال٬صلاحكار او د زرعي څانګې ګريجويټس نه علاوه د اړوندو وزارتونو اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔وزيراعظم دستورې ته خطاب كښې ووئېل د زرعي څانګې نور 300 ګريجويټس چين ته د اعلٰی معيار زرعي تربيې لپاره لېږلې كيږي٬د دې زده كوونكو انتخاب د ميرټ په سپيځلې طريقه شوے۔ده دپاكستانو ګريجويټس په چين كښې د عملي تربيي لپاره د لېږلو په موقع د چين حكومت او پاكستان كښې د چين سفير مننه وكړه۔وزيراعظم وئوېل دا مزل زما د چين دورې څخه پېل شوے ٶ٬ كله چې ما هلته د زرعي پوهنتون دوره وكړه او د اعليٰ معيار تعليم او عملي تربيې څخه زيات متاثره شوم٬ د نورو هېوادونو يو شمېر زده كوٶنكو هم په چين كښې زرعي تربيه ترلاسه كوله، نو ما فكر وكړو چې پاكستان څخه هم د زرعي څانګې ځوانان دې تربيې لپاره چين ته ولېږلې شي دغسې چې جديد تکنيك او ټيکنالوجي پاکستان ته راشي او زمونږ زرعي څانګه ترقي وكړي٬ وزيراعظم ووئيل پاکستان يو زرعي هېواد دے، كر كېله زمونږ په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ په دې كښې سرمايه كارۍ سره به د پاکستان معيشت مضبوط شي۔ وزيراعظم زرعي څانګه كښې جديد طريقې او د مشينرۍ كارولو څخه د استفادې كولو په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل 300 زرعي ګريجويټس چين نه تربيه ترلاسه كولو څخه راستانه شوي دي، په دوېم پړاٶ كښې نور 300 زده كوٶنكي لېږو٬ دوي ته نصيحت كوم چې په چين كښې د پاكستان ښه نمائندګي وكړئ٬ جديد مهارتونه زده كولو ته پام لرنه وكړئ، زده كوٶنكو ملګرو او استاذانو سره روابط جوړ كړئ۔ وزيراعظم ووئيل چين او پاکستان آزمائيلې شوي دوستان دي او په هره سخته او ازمېښت كښې ئې د پاكستان ملګرتيا كړې ده۔ ده ووئيل چېن ته روان زرعي ګرېجوېټس د مېرټ او سپېځلې طريقې د لارې څلورو واړو صوبو څخه ټاكلې شوي دي ٬ ګلګت بلتستان او آزاد کشمير څخه هم زرعي ګريجويټس لېږو، د بلوچستان كوټه د آبادۍ په نتاسب سره لس فيصده زياته ساتلې شوې ٬ دغسې چې د بلوچستان د ترقۍ په زغل كښې د نوور صوبو سره برابر كړے شي۔ ده ووئيل د اېس سي او په غونډه كښې ګډون لپاره به چين ته ځم او هلته به دوه اړخيزه ملاقاتونه كېږي او د دې نه علاوه به په يو شمېر ايونټس كښې ګډون كوم ۔ ده ووئيل زما مقصد سرمايه کاري، جديد علوم او ټيکنالوجي راوړل دي۔ ده په زده كوٶنكو زور راوړو چې د سباٶن معمار شۍ دغسې چې هېواد د قرضونو نه خلاص شي او مونږ د خپلو وسائل به كارولو دولت پېدا كړو۔ د دې نه وړاندې د فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او د چين سفير جيانګ زائيډونګ هم دستورې ته وېنا وكړه۔