اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې په هېواد كښې د خواركي توكو د شتون او بيعې جاج اغستو لپاره غونډه شوې۔ د جمعې په ورځ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې په غونډه كښې د سټاك د شتووالي صورتحال او د اوسنو بيعو د رجحانات جاج واخستلے شو۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې په هېواد كښې د خواركي توكو د شتووالي او بيعې جاج اغستو لپاره غونډه
اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې په هېواد كښې د خواركي توكو د شتون او بيعې جاج اغستو لپاره غونډه شوې۔ د جمعې په ورځ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې په غونډه كښې د سټاك د شتووالي صورتحال او د اوسنو بيعو د رجحانات جاج واخستلے شو۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير په بيعو كښې په استحکام، د خوراكي توكو د زيات شتون باوري كولو او د ګرد هېواد د صارفينو د مفاداتو تحفظ لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير رانا تنوير حسېن، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د قامي خوراك٬٬ تجارت٬ صنعت او پېداوار سيکريټريز٬ د اېف بي آر چيئرمېن او د اړوند وفاقي او صوبائي محكمو لوړ پورو ګډون وكړو۔










