اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ په سېلاب ځپلو سيمو كښې د سړكونو او د بجلۍ نظام د بحالۍ هلې ځلې د اطمينان وړ ګرځولو سره وئيلي دي سيلاب ځپلو سيمو كښې سړكونه په بشپړه توګه بحال كړے شوي دي٬ په صوبائي سړكونو كار روان دے، د بجلۍ په نظام كښې هم واضحه ښه والے راغلے دے ۔ ده دا …
سيلاب ځپلو سيمو كښې سړكونه په بشپړه توګه بحال كړې شوي ٬ د بجلۍ په نظام كښې هم واضحه ښه والے راغلے ۔ د وفاقي وزير عطاء تارړ ميډيا سره خبرې
اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ په سېلاب ځپلو سيمو كښې د سړكونو او د بجلۍ نظام د بحالۍ هلې ځلې د اطمينان وړ ګرځولو سره وئيلي دي سيلاب ځپلو سيمو كښې سړكونه په بشپړه توګه بحال كړے شوي دي٬ په صوبائي سړكونو كار روان دے، د بجلۍ په نظام كښې هم واضحه ښه والے راغلے دے ۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب د زيانونو او د مرستې روزانو اقداماتو په اړه د جاج اغستو غونډې نه وروستو د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك سره په ګډه ميډيا سره په خبرو كښې كړي۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې د سېلاب صورتحال جاج اخستو لپاره غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو ٬ سيکريټريز ، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن، د ټولو صوبو پشمول د ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمير سيکريټريز ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې د ريليف هلو ځلو جاج واخستلے شو۔ ده سېلاب ځپلو سيمو كښې د سړكونو او د بجلۍ نظام د بحالۍ هلې ځلې د اطمينان وړ ګرځولو سره ووئيل سيلاب ځپلو سيمو كښې سړكونه په بشپړه توګه بحال كړې شوي٬ په صوبائي سړكونو كار روان دے، د بجلۍ په نظام كښې هم واضحه ښه والے راغلے ۔ وفاقي وزير ووئيل په راتلونكو څو ورځو كښې د باران نور سپېلز متوقع دي٬ د اېن ډي اېم اے د سټيټ آف دي آرټ سسټم له مخې ارلي وارننګ جنريټ كېږي










