صدر مملکت آصف علي زرداري ته د پنځو هېوادونو سفيرانو خپل سفارتي سندونه وړاندې كړل

اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د تجارت، معيشت او كلتور په څانګو كښې سري لنکا، انډونيزيا، کرغزستان، آسټريا او المان سره د دوه اړخيزه مرستې په لا قوي كولو زور راٶړے دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت دا خبرې په ايوان صدر كښې د دستورې په مهال د سري لنکا هائي …

اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د تجارت، معيشت او كلتور په څانګو كښې سري لنکا، انډونيزيا، کرغزستان، آسټريا او المان سره د دوه اړخيزه مرستې په لا قوي كولو زور راٶړے دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت دا خبرې په ايوان صدر كښې د دستورې په مهال د سري لنکا هائي کمشنر او د انډونيزيا، کرغزستان، آسټريا او د المان سفيرانو سره په خبرو كښې كړې چا چې صدر مملكت سره ملاقات كولو٬ په دې موقع ګرانو مېلمنو صدر مملکت ته خپل سفارتي سندونه وړاندې كړل۔ د سري لنکا هائي کمشنر ريئر ايډمرل اېچ اېل اے ډون فريډ سيني ويرانټے، د انډونيزيا سفير/د آسيان هېوادونو چيئرمېن چندرا وار سينانتو، د کرغزستان سفير کلېچ بېك سلطان، د آسټريا سفير وولف ګېنګ اوليور کټشيرا او د المان سفير ائنا روتھ لوئس ليپل خپل سفارتي سندونه صدر مملکت آصف علي زرداري ته وړاندې كړل ۔ د سفيرانو په راتګ د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې دوي ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ صدر مملکت هائي کمشنر او سفيرانو ته په نوو ذمه وارو مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې پاکستان كښې د دوي قيام به دوه اړخَيزه اړيكې لا پراخه او د شرېكې ګټې په څانګو كښې د مرستې لا زياتولو له مرستياله وګرځي۔