جنرل ساحر شمشاد مرزا سره د بنګله ديش پوځ لیفټیننټ جنرل ايم فیض ملاقات

پېنډۍ ۔22 اګست(اے پی پی) پاکستان او بنګله دېش دفاعي او امنيتي څانګه كښې د روانې همكارۍ زياتولو شريك عزم په حاجت زور راوړے دے۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ (سي جے سي اېس سي ) چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا سره د بنګله دېشي پوځ کوارټر ماسټر جنرل لېفټیننټ جنرل اېم فېض …

پېنډۍ ۔22 اګست(اے پی پی) پاکستان او بنګله دېش دفاعي او امنيتي څانګه كښې د روانې همكارۍ زياتولو شريك عزم په حاجت زور راوړے دے۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ (سي جے سي اېس سي ) چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا سره د بنګله دېشي پوځ کوارټر ماسټر جنرل لېفټیننټ جنرل اېم فېض په جوائنټ سټاف هېډ كوارټرز پېنډۍ كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال دواړو اړخونو په منطقه كښې په روانه امنيتي وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه او دفاعي او امنيتي څانګه كښې د روانې همكارۍ زياتولو لپاره يې د شريك عزم په حاجت زور راوړو۔ د جے سي اېس سي چیئرمېن د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو په زياتېدونكي رفتار رڼا واچوله او د دفاعي مرستې نوې لارې يۍ په ګوته كړې۔ ګران مېلمه د پاكستان د وسله والو ځواكونو مهارت ستائېلو سره د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د دوي د قربانيو اعتراف وكړو۔