اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ايګزيکټو کميټي آف نيشنل اکنامك کونسل (اېکنك) غونډه كښې د 212 اربه روپو په لګښت د جناح ميډيکل کمپليکس اينډ ريسرچ پراجيکټ منصوبې منظوري وركړې شوې ده ۔ د جمعې په ورځ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د اسحاق ډار په مشرۍ كښې په غونډه كښې …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اېکنك غونډه، د 212 اربه روپو په لګښت د جناح ميډيکل کمپليکس اينډ ريسرچ پراجيکټ منصوبې منظوري
اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ايګزيکټو کميټي آف نيشنل اکنامك کونسل (اېکنك) غونډه كښې د 212 اربه روپو په لګښت د جناح ميډيکل کمپليکس اينډ ريسرچ پراجيکټ منصوبې منظوري وركړې شوې ده ۔ د جمعې په ورځ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د اسحاق ډار په مشرۍ كښې په غونډه كښې د 212 اربه روپو په لګښت د جناح ميډيکل کمپليکس اينډ ريسرچ په پراجيکټ غور وشو او د دې منظوري وركړې شوه۔ د دې پراجيکټ له مخې به د جديد ترين سهولتونو د تربيې يو کيئر هسپتال جوړولې شي۔ د پراجيکټ منظوري وركولو سره ايکنك امر وكړو چې په دې عملدرامد او په وخت بشپړتيا لپاره دې فنانسنګ په وخت باوري كولو لپاره كمېټي جوړه كړې شي٬ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ، د خزانې وزيرانو، ايډيشنل سيکرټريز، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، صوبائي وزيرانو او د كېبنټ وفاقي سيکرټريز، د صحت او اکنامك افئيرز ډويژن چارواكو ګډون وكړو۔










