په ليبيا كښې تلپاتي امن ٬ استحكام او سوكالۍ لپاره به قامي مفاهمت ته وده وركول وي: پاكستان

ملګري ملتونه 22 اګست(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل زور راوړے دے چې په ليبيا كښی تلپاتي امن ٬ استحكام او سوكالۍ له دې په وخت او فعاله هڅې وكړې شي په كومو كښی چې قامي مفاهمت ته وده وركول او د ليبيا كنګل كړے شوو اثاثو محتاط او سپېځلې سرمايه كاري شامله وي دغسې چې دا اثاثې په سباؤن كښې د ليبيا د اولس خېر …

ملګري ملتونه 22 اګست(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل زور راوړے دے چې په ليبيا كښی تلپاتي امن ٬ استحكام او سوكالۍ له دې په وخت او فعاله هڅې وكړې شي په كومو كښی چې قامي مفاهمت ته وده وركول او د ليبيا كنګل كړے شوو اثاثو محتاط او سپېځلې سرمايه كاري شامله وي دغسې چې دا اثاثې په سباؤن كښې د ليبيا د اولس خېر ښیګړې له وكارولې شي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د ليبيا په صورتحال د بحث په مهال وكړه۔ ده ووئيل مونږ په ليبيا كښی تلپاتي امن او استحكام لپاره د روانو ټولو هڅو ملاتړ كوو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې يو ښكاره ٬ په ټاكلې موده مشتمل او د عمل وړ سياسي تګلاره دې وضعه كړی شي كومه چې د ټول ټاكنو لاره هواره كړي۔ ده ووئيل تېره اونۍ په 26 بلدياتي سيمو كښې ټاكنې وشوې خو د امنيتي علتونو او نورو سببونو د لاسه په 37 سيمو كښې ووټنګ ونه كړے شو۔ پاكستاني استازي هيله ولرله چې په دې سيمو كښې به ډېر زر ټاكنې وكړې شي۔ ده ووئيل يو لیبیائی قيادت او په لیبیائی ملکیت اډانه سياسي عمل په هېواد كښی د تلپاتي امن ٬ قامي اتحاد او د پرمختګ ضامن جوړېدے شي۔ ده د ليبيا د كنګل كړے شوو اثاثو په اړه د ملګرو ملتونو د قرارداد 2769 حواله وركولو سره ووئيل په دې كښې بيا سرمایه كارۍ سره اړوند هدايات دې ټولو نړيوالو مالياتي ادارو ته ورسولې شي دغسې چې لیبیا انوېسټمنټ اتھارټی سره د دې اثاثو په انتظام كښې مرسته وكړې شي۔ پاكستاني استازي ووئيل مونږ هيله لرؤ چې ټول اړخونه به خپلې ذمه وارۍ په اخلاص سره ترسره كړي دغسې چې د ليبيا اولس خپل جائز خوبونه ريښتيا كېدل اوويني او هېواد يو سوله ايز او سوكاله سباؤن پلو روان شي