د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د بنګلا ديش د تجارت سلاحكار شيخ بشير الدين سره ملاقات ٬ تجارتي اړيكو ته په ودې وركولو ٬ د اقتصادي مرستې په مستحكمولو د خيالاتو څرګندونه

ډھاکه۔22 اګست(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د بنګله دېش د تجارت سلاحكار شېخ بشیر الدین سره په ډھاكه كښې ملاقات وكړو۔ د جمعې په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې په ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارتي اړيكو ته په ودې وركولو ٬ د سرمايه كارۍ په زياتولو او د اقتصادي همكارۍ په مستحكمولو خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې دواړه هېوادونه تجارتي اړيكې د …

ډھاکه۔22 اګست(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د بنګله دېش د تجارت سلاحكار شېخ بشیر الدین سره په ډھاكه كښې ملاقات وكړو۔ د جمعې په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې په ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارتي اړيكو ته په ودې وركولو ٬ د سرمايه كارۍ په زياتولو او د اقتصادي همكارۍ په مستحكمولو خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې دواړه هېوادونه تجارتي اړيكې د اداره جاتي فرېم ورك لاندې مخ په وړاندې بوتللو ته سلاح شول۔ په دې لړ كښې پاكستان او بنګله دېش د ګډ وركنګ ګروپ فار ټرېډ جوړولو او كال 2005 څخه وروستو د غېر فعاله پاتې شوي جوانټ اكنامك كمېشن يو وارې بيا فعالولو پرېكړه وكړه۔ دې سره سره د جوائنټ ټرېډ كمېشن په جوړولو هم مواقفه وشوه٬ كومه به چې د سباؤن د تجارتي روډ مېپ او هدفونو ټاكنه كوي۔ دواړو لارښودو د سټيل بلډنګ ٬ ګرين شپ بريكنګ ٬ حلال ټرېډ ٬ كھجورو ٬ وريژو او معدنيات په شمول په يو شمېر څانګو كښې د مرستې په امكانات د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې په دې خبره هم زور راوړلے شو چې دوه اړخيزه تجارت ته ودې وركولو له دې لاجسټکس او کنېکټیوټی ښه او كم مصرفه كړې شي۔ دواړو په دې خبره اتفاق وكړو چې د پاکستان او بنګله دېش ترمينځه تجارتي صلاحيت زيات دے كوم څخه چې د دواړو هېوادونو اولس نېغ په نېغه ګټه پورته كولې شي