اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) حکومت د مينوفيکچرنګ او د سروسز سيکټرز پاليسي سازۍ او په نړيوال ماركيټ كښې مسابقت زياتولو لپاره 17 سيکټورل کونسلز په رسمي توګه فعاله كړې دي۔ دا خبره د وزيراعظم تجارت او صنعت لپاره کوآرډينيټر رانا احسان افضل خان "ويلتھ پاکستان" سره كړې چې د تجارت وزارت د يو جامع اصلاحاتي اقدام له مخې دا کونسلز جوړ كړي دي چې پكښې نهه مينوفيکچرنګ …
حکومت مينوفيکچرنګ او د سروسز سيکټرز ودې لپاره 17 سيکټورل کونسلز فعاله كړل۔ رانا احسان افضل
اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) حکومت د مينوفيکچرنګ او د سروسز سيکټرز پاليسي سازۍ او په نړيوال ماركيټ كښې مسابقت زياتولو لپاره 17 سيکټورل کونسلز په رسمي توګه فعاله كړې دي۔ دا خبره د وزيراعظم تجارت او صنعت لپاره کوآرډينيټر رانا احسان افضل خان “ويلتھ پاکستان” سره كړې چې د تجارت وزارت د يو جامع اصلاحاتي اقدام له مخې دا کونسلز جوړ كړي دي چې پكښې نهه مينوفيکچرنګ لپاره او 8 سروسز سيکټر لپاره جور شوي دي۔ ده ووئيل په دې كونسلز كښې د مېلمستيا ، سېلګري، لاجسټکس، كالو پترو او د معدنيات پشمول بېلا بېلې څانګې شاملې دي كومې چې به خپلو خپلو څانګو لپاره پاليسي سفارشات جوړوي ٬ ده ووئيل د دې کونسلز مشري نجي څانګه كوي او په ورکنګ ګروپس كښې وفاقي او صوبائي حکومتونه او د نجي څانګو نمائندګان شامل دي څوك چې به د ټولو څانګو تجزيه كولو نه پس كزوري اړخونه رامخې ته كوي او پاليسي سفارشات به مرتب كوي۔










