اسلام آباد۔22 اګست (اے پی پی) پاک پوځ د ګلګت بلتستان په ګوپس تحصيل كښې د ګلېشیر ماتېدو پېښې څخه وروستو سمدستي ريسكيو آپرېشن پېل كړے دے٬ د ګوپس تحصيل تالي داس سيمې په روشان كلي كښې د ګلېشير تالاب ماتېدو له امله سخت سېلابي صورتحال راپېدا شوے او ځايي آبادي د سېلاب خطرې سره مخ شوې ده۔ نزدې آبادي محصور شوې ٬ د زمكې خوئيدو د لاسه صورتحال لا …
د ګلګت بلتستان په ګوپس تحصيل كښې د ګليشير ماتيدو پيښه ٬ پاك پوځ سمدستي ريسكيو آپريشن پيل كړو
اسلام آباد۔22 اګست (اے پی پی) پاک پوځ د ګلګت بلتستان په ګوپس تحصيل كښې د ګلېشیر ماتېدو پېښې څخه وروستو سمدستي ريسكيو آپرېشن پېل كړے دے٬ د ګوپس تحصيل تالي داس سيمې په روشان كلي كښې د ګلېشير تالاب ماتېدو له امله سخت سېلابي صورتحال راپېدا شوے او ځايي آبادي د سېلاب خطرې سره مخ شوې ده۔ نزدې آبادي محصور شوې ٬ د زمكې خوئيدو د لاسه صورتحال لا سنګين شوے دے۔ لارې ځپلې شوي او د ځائي وګړو تلل راتلل محدود شوي دي۔ ځپلي وګړي سمدستي رېسكيو ته سترګې په لاره دي۔ دا خبره دې ښكاره وي جی بی سکاؤټس کوئیک ری اېکشن فورس(کیو آر ایف) د پېښې ځاے ته روان كړے شوے چې مقصد يۍ د ځپلو محفوظو ځايونو ته منتقل كول دي۔ بلخوا سول انتظامیې او ریسکیو 1122 هم په سمدستي توګه ټول وسائل متحرك كړې دي۔ دغسې د فرنټېئر کور ناردرن اېریاز (اېف سي اېن اے) لخوا هم د رېسكيو مشن چمتوالے بشپړ شوے ۔ دا مشن به د چورلكې د لارې ترسره كولې شي۔ د دې مقصد په سختو او ګرانو سيمو كښې ګېر كسان په سمدستي توګه راويستلې دي۔ بلخوا ځپلو چارواكو ته اپېل كړے چې په سمدستي توګه د هغوي ځانونه بچ كولو له اقدامات وكړي۔










