د پاك پوځ بونير ٬ سوات ٬ شانګله او د صوابۍ سيلاب ځپلو سيمو كښې د مرستې كارروايۍ روانې دي

اسلام آباد۔22 اګست (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د آرمي فلډ ريليف آپرېشن لاندې د پاك پوځ په بونېر ٬ سوات ٬ شانګله او د صوابۍ په سېلاب ځپلو سيمو كښې په اوومه ورځ هم د مرستې كارروائيو لړۍ روانه ده۔ د پاك پوځ کور آف انجینئرز ډلې بندې او ځپلې شوې لارې پرانستلو او ملبه لرې كولو كښی بوختې دي او د چورلكو د لارې ځپليو ته …

اسلام آباد۔22 اګست (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د آرمي فلډ ريليف آپرېشن لاندې د پاك پوځ په بونېر ٬ سوات ٬ شانګله او د صوابۍ په سېلاب ځپلو سيمو كښې په اوومه ورځ هم د مرستې كارروائيو لړۍ روانه ده۔ د پاك پوځ کور آف انجینئرز ډلې بندې او ځپلې شوې لارې پرانستلو او ملبه لرې كولو كښی بوختې دي او د چورلكو د لارې ځپليو ته راشن او نور ضروري سامان رسوي او ځپليو سيمو څخه خلك محفوظ سيمو ته منتقل كوي۔ د كور آف انجینئرز اربن سرچ اېنډ ریسکیو ډله (یو اېس اے آر) هم ملبې څخه د ژوبل شوو ويستلو او د جسدونو درك لګولو كښې بوخته ده۔ دغسې د پاك پوځ طبي ډلې ځپليو سيمو كښې رنځورانو ته د درملنو وېړيا آسانۍ وركوي۔ د سېلالب ځپلو تر بشپړه بحالۍ او رېسكيو كولو به د پاك پوځ رېسكيو مشن روان وي