پېنډۍ ۔22 اګست(اے پی پی) پاکستان او چین تلپاتي همكاري مضبوطولو او په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو همغږي زياتولو له د عزم پخلے كړے دے۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د چين خارجه وزير وانګ ژي په اسلام آباد كښې د چیف آف آرمي سټاف، فیلډ مارشل سید عاصم منېر سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په سيمه …
فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د چين خارجه وزير ملاقات ٬ تلپاتې ستراتيجيك همكارۍ مضبوطولو له د عزم پخلے ٬ آئي ايس پي آر
پېنډۍ ۔22 اګست(اے پی پی) پاکستان او چین تلپاتي همكاري مضبوطولو او په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو همغږي زياتولو له د عزم پخلے كړے دے۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د چين خارجه وزير وانګ ژي په اسلام آباد كښې د چیف آف آرمي سټاف، فیلډ مارشل سید عاصم منېر سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په سيمه ايزه سلامتيا ٬ د ترهګرۍ په مخنيوي او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو اړخونو تلپاتې همكاري مضبوطولو او په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو همغږي زياتولو له د عزم پخلے وكړو۔ وانګ ژي د پاكستان خپلواكۍ او پرمختګ لپاره د چين لخوا د بشپړه مرستې تكرار وكړو۔ چیف آف آرمي سټاف، فیلډ مارشل سید عاصم منېر په پرله پسې مرسته كولو د چين مننه وكړه۔ په ملاقات كښې د منطقې امن ٬ استحكام او سوكالۍ زياتولو له د شريك عزم څرګندونه هم وشوه۔










