وزيراعظم شهباز شريف سره د چين خارجه وزير وليدل

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په مهمو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو د خواهش پخلي كولو سره د پاکستان د خپلواكۍ٬ سلامتيا او د قامي پرمختګ تحفظ كښې د چين د قيادت٬ حكومت او اولس د غېر متزلزل ملاتړ ستائنه كولو سره چين سره د تجارت، سرمايه کارۍ، انفارميشن اينډ کميونيکيشنز ټيکنالوجۍ، زراعت، صنعتکارۍ، کان کنۍ او د معدنيات په مهمو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو د خواهش پخلے كړے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم سره د چين خارجه وزير وانګ ژي د زيارت په ورځ ليدلي٬ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار، د وسله والو ځواكونو مشر فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د کابينې سينئر غړي هم موجود وو۔ په دې موقع په مهمو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو د خواهش پخلے وشو ، وزيراعظم د پاکستان د خپلواكۍ٬ سلامتيا او د قامي پرمختګ تحفظ كښې د چين د قيادت٬ حكومت او اولس د غېر متزلزل ملاتړ ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د چين صدر شي جن پنګ د زيرك قيادت او د پاکستان او چين ترمېنځه د آئرن برادرز په قوي كولو كښې د دوي د كردار ستائنه وكړه٬ په دې موقع د چين خارجه وزير وانګ ژي د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل چين پاکستان خپل قوي دوست او سدا بهار تزويراتي شراکت دار ګڼي ۔ هغه پاکستان سره د دوه اړخيزه اړيكو ٬ مرستې او همكارۍ نوې لورې كچې ته د بوتللو د خواهش څرګندونه وكړه۔ هغه د پاکستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا د تحفط عزم ستائېلو سره د دې عزم پخلے وكړو چې چين به په سيمه ايز امن، ترقۍ او د استحکام ودې لپاره پاکستان سره په ګډه كار كول روان ساتي