پېنډۍ 21 اګست (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ (سي جے سي اېس سي) چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا، اېن آئي، اېن آئي (اېم) ازبکستان سره د پاكستان د ژورې ورورولۍ په اړيكو رڼا اچولو سره سيمه ايز امن، استحکام او د خوشحالۍ ودې لپاره نورې مرستې له په مشتركه عزم زور راوړے دے۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان …
د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا د ازبکستان سرکاري دورہ، سيمه ايز امن، استحکام او د خوشحالۍ ودې لپاره نورې مرستې له په مشتركه عزم زور
پېنډۍ 21 اګست (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ (سي جے سي اېس سي) چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا، اېن آئي، اېن آئي (اېم) ازبکستان سره د پاكستان د ژورې ورورولۍ په اړيكو رڼا اچولو سره سيمه ايز امن، استحکام او د خوشحالۍ ودې لپاره نورې مرستې له په مشتركه عزم زور راوړے دے۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې سي جے سي اېس سي د ازبکستان د سرکاري دورې په مهال د ازبكستان صدر شوکت مرزييوئيف، د دفاع وزير مېجر جنرل شکرت خولمخميدوف او د قامي سلامتيا كونسل سيکرټري ليفټيننټ جنرل وکټر مخمودوف سره ملاقاتونه وكړل٬ د ملاقاتونو په مهال د شريكې خوښې په چارو زور راوړلو سره د نړيوالې او سيمه ايزې جغرافيائي سياسي او سلامتيا په چارو خبرې شوي ٬ دواړو ډلو د دفاع او سلامتيا په څانګو ٬ سړكونو٬ د رېل رابطې او د مرستې په نورو اړخونو كښې د اړيكو لا قوي كولو لپاره مرستې ته پراختيا وركولو لپاره هيله څرګنده كړه ۔ د جے سي اېس سي چيئرمېن ازبکستان سره د پاكستان د ورورولۍ په اړيكو رڼا اچولو سره سيمه ايز امن، استحکام او د خوشحالۍ ودې لپاره نورې مرستې له په مشتركه عزم زور راوړو ۔ د ازبکستان قيادت د پاکستان د وسله والو ځواكونو د وظيفايې پوهې او د ترهګرۍ په ضد جنګ ئې د قربانو ستائنه وكړه ۔










