اسلام آباد۔21اګست (اے پي پي)د قامي صحت ِ وزير مملکت ډاکټر مختار بھرتھ وئېلې دي د صحت وزارتِ د سباون چیلنجز تر مخه د "صحت افرادي قوت تګلاره 2025 – 2035 " جوړه كړې ده كومه چې د پاکستان د نړيوالو ذمه وارو سره هم غږي ، شواهد او د مساوات د پرمختګ په اصولو اډاڼه ده ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده "ون هیلتھ" ورکشاپ ته خطاب کښې وكړه …
د سباون چیلنجز ترمخه د “صحت افرادي قوت تګلاره ‘‘ جوړه کړې شوې ، ډاکټر مختار بھرتھ

مزید خبریں
اسلام آباد۔21اګست (اے پي پي)د قامي صحت ِ وزير مملکت ډاکټر مختار بھرتھ وئېلې دي د صحت وزارتِ د سباون چیلنجز تر مخه د “صحت افرادي قوت تګلاره 2025 – 2035 ” جوړه كړې ده كومه چې د پاکستان د نړيوالو ذمه وارو سره هم غږي ، شواهد او د مساوات د پرمختګ په اصولو اډاڼه ده ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده “ون هیلتھ” ورکشاپ ته خطاب کښې وكړه ۔ ده ووئېل د کووډ-19 نړيوالې وبا د پاکستان د صحت نظامِ كښې شته ګڼې مهمې کمزورۍ رامخې ته كړي چې پكښې د صحتِ عامه د ایمرجنسیز مخ نيوي لپاره د پوهه افرادي قوت کمے شامل دے ۔ ده ووئېل د كال 2023 په “جوائنټ ایکسټرنل ایویلیوایشن” كښې هم دا خلا په ګوته كړې شوه ۔ ده ووئېل پاکستان ته د “ون هیلتھ” تر مخه بېلو څانګو سره د تعلق لرونكې افرادي قوت جوړولو ته سمدستي د پام لرنې كولو ضرورت دے۔ د صحت وزارت “هیلتھ ورک فورس سنیپ شاټ 2025” هم مرتب کړے دے چې پكښې د “ون هیلتھ” تصور تر مخه انساني، حیواني، ماحولیاتي او د غذائي تحفظ افرادي قوت جاج وړاندې كړے شوے دے ده ووئېل دا ورکشاپ “ون هیلتھ” د افرادي قوت د تربیي ضروریات په ښه ډول په ګوته كولو كښې به کلیدی کردار ادا كړي چې ورسره به پوهان پخپله داسې چمتو شي چې پكښې به د وبائي خطرو په وخت تشخیص ، مخ نيوي او د موثر ځواب وركولو صلاحیت وي ۔ د ووئېل پاکستان له د رنځونو د نګرانۍ موجودہ نظام د لا مضبوطولو ضرورت دے ۔ په خاص توګه هغه څانګو كښې كومې چې د انساني ، حیواني او ماحولیاتي صحت سره تړون لري ۔











