اسلام آباد21 اګست(اے پی پی) د بينظيرانكم سپورټ پروګرام(بي آئي اېس پي)چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد د بونير او سوات ضلعو سېلاب ځپلو سيمو دوره كړې۔د زيارت په ورځ جاري شوي پرېس رېليز له مخې سينيټر روبينه خالد ځپلو كورنيو سره ملاقات كړې او د شهيدانو لپاره يې فاتحه خواني كړې۔سينيټر روبينه خالد ځپلو كورنيو ته د بي آئي اېس پي لخوا د بشپړ ملاتړ او مرستې باور وركړو ۔دې د …
د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد د بونير او سوات سېلاب ځپلو سيمو دوره وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد21 اګست(اے پی پی) د بينظيرانكم سپورټ پروګرام(بي آئي اېس پي)چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد د بونير او سوات ضلعو سېلاب ځپلو سيمو دوره كړې۔د زيارت په ورځ جاري شوي پرېس رېليز له مخې سينيټر روبينه خالد ځپلو كورنيو سره ملاقات كړې او د شهيدانو لپاره يې فاتحه خواني كړې۔سينيټر روبينه خالد ځپلو كورنيو ته د بي آئي اېس پي لخوا د بشپړ ملاتړ او مرستې باور وركړو ۔دې د بي آئي اېس پي عهديدارو ته هدايت وكړو چې ځپلو كورنيو تفصيلات دې په سمدستي توګه راجمع كړې شي دغسې چې د مرستې پېكج كښې شاملې كړی شي۔سينيټر روبينه خالد د پير بابا مزار او ځايې ګوردوارې هم دوره وكړه او سكھ ورورولۍ سره يې د يووالي څرګندونه وكړه او ځايې خلق يې د ماحولياتي آلودګۍ خطرو نه هم خبر كړل۔د خپلې دورې په مهال دې د سوات پرېس كلب هم دوره وكړه او د بي آئي اېس پي لخوا د موبائل رجسټرېشن وهيكل(ايم آر وي)تعينات كړو۔سينيتر روبينه خالد د مېرمنو سروے او رجسټرېشن عمل پخپله څارنه وكړه۔دې سره يې د ميډيكل كيمپ هم څارنه وكړه او هلته يې موجوده ډاكټرانو او رضاكارو سره ملاقات وكړو۔شتمندو كسانو ته يې مخ په وړاندې راتللو سره د سېلاب ځپلو سره د زياتې نه د زياتې مرستې خواست هم وكړو۔د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن د ډسټركټ بونير ټولو سيمو دوره وكړه كومې چې اوسني سېلاب څخه ځپلې شوې۔په دې سيمو كښې پټے دره او قادرنګر هم شامل دے چې ته چې د يوې كورنۍ 26 كسان د واده دستورې لپاره راجمع شوي وو او د ناڅاپي راغلې آفت له امله په حق ورسېدل۔د دورې په مهال روبينه خالد د جنيد نومي ځوان سره ملاقات وكړو د چا د كور چې 7 كسان چې پكښې مور٬ورندار٬دوه ورارګان او دوه خوېندې شاملې وې٬دا ټول په دې پېښه كښې په حق رسېدلې۔ د جنيد مور د بي آئي اېس پي مستحق ميرمن وه۔په دې موقع د بي آئي اېس پي چيئرپرسن د خېبرپښتونخوا ډي جي ته په سمدستي توګه هدايت وكړو چې د دوي ټولو تفصيلات راكړئ دغسې چې د خاص پیكج له مخې د دوي مرسته وكړې شي۔د دې نه پس چيئرپرسن د ګوكند سيمې هم دوره وكړه او غم جنو كورنيو سره يې فاتحه خواني وكړه۔په دې موقع دې يو ړوند بزرګ سره هم ملاقت وكړو د چا چې په دې پیښه كښې 8 نه تر 9 نزدې خپلوان په حق رسېدلې او اوس هغه سره يوازې دوه ماشومان پاتې شوې دي۔سينيټر روبينه خالد په ذاتي حېثيت كښې هم د ځپلې كورنۍ مالي مرسته وكړه۔د بي آئي اېس پي چيئرپرسن د پير بابا مزار هم دوره وكړه۔په دې موقع دې ووئيل په دې سيمه كښې شوې تباهي په ټكو كښې بيانول ممكن نه ده ځكه چې ټول ښار او مزار په بشپړه توګه په اوبو كښې ډوب شوے ؤ ۔دغسې دې يو ځايې ګردواره كښې هم حاضري وكړه او د سكھ كميونټۍ غړو سره يې ملاقات وكړو او د هغوي په غم كښې شريكه شوه۔دې ځپلې كورنۍ سره غمرازي وكړه او د هغوي غم كمولو هڅه يې وكړه۔د بي آئي اېس پي آر چيئرپرسن ځپلو سيمو كښې موجوده رېسكيو ډلو او اين جي اوز ته خواست وكړو چې هغوي نور هم فعاله كردار ادا كړي او د ځپلو مرسته كښې خپله برخه واچوي۔د بي آئي اېس پي چيئرپرسن ووئيل مونږ په دې سخت وخت كښې ځپلو كورنيو سره ولاړ يو۔د خپلې درې ورځنۍ دورې په مهال هغه ټولو ځايونو ته لاړه چرته چې كلائوډ برسټ څخه زيان شوے و٬ځپليو كورنيو سره يې ملاقات وكړو۔د سوات په ښار كښې هم هغې د ځپلو كورونو دوره وكړه او هغوي كورنيو ته يې حوصله وركړه چې بي آئي اېس پي به تل ستاسو سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔











