اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د پاكستان ټيلي كميونيكيشن اتهارټي(پي ټي اے) د خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو كښې ځايې انتظاميې او د ټيلي كام آپريټرز سره په ګډه په 48 ساعتو كښې دننه 85 فيصد متاثر ټاورز بحال كړې دي۔پي ټي اے سوات٬بونير او شانګله كښې د ټيلي كام سروسز بحالۍ لپاره تندرفتار او موثر كاروائي كړې۔اوسنو بارانونو او د سېلاب په نتيجه كښې د 200 څخه زيات ټيلي …
پي ټي اے د خېبرپښتونخوا په سېلاب ځپلو سيمو كښې 85 فيصد متاثره ټاورز بحال كړل

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د پاكستان ټيلي كميونيكيشن اتهارټي(پي ټي اے) د خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو كښې ځايې انتظاميې او د ټيلي كام آپريټرز سره په ګډه په 48 ساعتو كښې دننه 85 فيصد متاثر ټاورز بحال كړې دي۔پي ټي اے سوات٬بونير او شانګله كښې د ټيلي كام سروسز بحالۍ لپاره تندرفتار او موثر كاروائي كړې۔اوسنو بارانونو او د سېلاب په نتيجه كښې د 200 څخه زيات ټيلي كام ټاورز متاثره شوې وو كومو څخه چې مواصلاتي نظام سخت ځپلے شوے ؤ ۔پي ټي اے په سمدستي توګه خپلې ډلې متاثره سيمو ته روانې كړي چا چې د ځايې انتظاميې او ټيلي كام آپريټرز سره په ګډه د بحالۍ كار پېل كړے ۔يوازې په 48 ساعتو كښې دننه 85 فيصد متاثر ټاورز بحال كړے شوي كومو څخه چې د مواصلاتي نظام په سمدستي توګه بحالي ممكن شوې۔دا اقدام نه يوازې د مواصلاتي رابطو بحالۍ بلكې د مرستې هلو ځلو كښې هم آسانۍ وركوي۔











