د نيوزي لينډ وزيراعظم کرسټوفر لکسن په آکلينډ كښې د پاکستان د آزادي ورځې په دستوره كښې ګډون

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د نيوزي لينډ وزيراعظم کرسټوفر لکسن په آکلينډ كښې د پاکستان د آزادي ورځې په لړ كښې په 16م اګست په يوه دستوره كښې ګډون وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخئ په دې دستوره كښې د نيوزي لينډ ايتھنک کميونيټيز لپاره وزير مارك مچيل، د مخالفې ډلې مشر او پخواني وزيراعظم کرس هاپکنز او د پارلمان يو شمېر …

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د نيوزي لينډ وزيراعظم کرسټوفر لکسن په آکلينډ كښې د پاکستان د آزادي ورځې په لړ كښې په 16م اګست په يوه دستوره كښې ګډون وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخئ په دې دستوره كښې د نيوزي لينډ ايتھنک کميونيټيز لپاره وزير مارك مچيل، د مخالفې ډلې مشر او پخواني وزيراعظم کرس هاپکنز او د پارلمان يو شمېر غړو هم ګډون كولو۔ په دې موقع د دستورې په مهال په نيوزي لينډ كښې د پاكستان هائي کمشنر ډاکټر فېصل عزيز احمد قامي بېرغ هسك كړو او د نيوزي لينډ وزيراعظم او نورو شخصيات ته يې د پاكستان جوړ شوي شالونه ډالۍ كړل۔ په دې موقع نيوزي لينډ كښې مېشته پاكستانيانو ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم لکسن د پاکستان قام له د آزادۍ ورځ مباركي وركړه٬ ده د پاكستان او نيوزي لينډ ترمېنځ د جذبې او د دوستۍ په اړيكو رڼا اچولو سره د نيوزي لينډ په ترقۍ كښې د پاكستاني كميونټۍ د كردار ستائنه وكړه۔ د مخالفې ډلې مشر او پخواني وزيراعظم کرس هاپکنز خپلو خبرو كښې د نيوزي لينډ په ټولنه كښې د مېشته پاكستاني ورورولۍ د كردار او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو د قوي كولو هلو ځلو ستائنه وكړه۔ په دې موقع په نيوزي لينډ كښې د پاكستان ورورولۍ لوي تنظيم پاکستان ايسوسي ايشن آف نيوزي لينډ (پي اے اين زيډ) صدر ډاکټر آصف خان هم وېنا وكړه٬ په دستوره كښې د مشاعرې٬ كلتوري كاركردګۍ٬ وېډيو سكريننګز او د قامي حب الوطنۍ نغمې هم وړاندې كړې شوې۔ په دې موقع د تنظيم د نوي انټرايکټو ويب سائټ پېل هم وشو۔ د پاكستان د آزادۍ ورځ په دستوره كښې د وزيراعظم ګډون پاكستان لپاره خوشبينه او د خېرسګالۍ په توګه وستائېلے شو۔ دا دستوره د پاکستان ايسوسي ايشن آف نيوزي لينډ (پي اے اين زيډ) د پاکستان هائي کميشن، د نيوزي لينډ ايتھنک کميونيټيز وزارت او په آکلينډ كښې د مېشته يو شمېر پاكستانيانو كاروباريانو په مرسته وشوه۔

مزید خبریں