اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) په كراچۍ او قاسم پورټس د کنټينرز كمولو لپاره سفارشات ته حتمي شكل وركړے شوے چې مقصد يې د کارګو کليئرنس کارکردګي ښه كول او د هېواد مهم دوه بندرځايونو باندې ګڼه كمول دي۔ د نهې په ورځ د سمندري چارو وفاقي وزير جېند انوار چوهدري په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې دې تجويزونو لپاره جوړې كړې د لوړې كچې كمېټۍ دا …
د وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري په مشرۍ كښې غونډه٬ په كراچۍ او قاسم پورټس د کنټينرز كمولو لپاره سفارشات ته حتمي شكل وركړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) په كراچۍ او قاسم پورټس د کنټينرز كمولو لپاره سفارشات ته حتمي شكل وركړے شوے چې مقصد يې د کارګو کليئرنس کارکردګي ښه كول او د هېواد مهم دوه بندرځايونو باندې ګڼه كمول دي۔ د نهې په ورځ د سمندري چارو وفاقي وزير جېند انوار چوهدري په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې دې تجويزونو لپاره جوړې كړې د لوړې كچې كمېټۍ دا تجويزونه وړاندې كړل۔ په دې موقع وفاقي وزير امر وكړو چې سفارشات دې هم نن فيډرل بورډ آف ريونيو ته واستولې شي او په دوو اوونيو كښې د عملدرامد منصوبو جوړولو امر دې وكړے شي۔ په غونډه كښې د كراچي پورټ ټرسټ لنډ مهاله چيئرمېن ريئر ايډمرل عتيق الرحمان او د پورټ قاسم اتھارټۍ ډائريکټر آپريشنز ريئر ايډمرل محمد خالد د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو ٬ د دې نه علاوه د کراچۍ پورټ ټرسټ، پورټ قاسم اتھارټۍ، پاکستان کسټمز، ټرمينل آپريټرز، اېف بي آر او نورو اړوندو شراكتدارو نمائندګي وكړه ۔










