اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفٰي کمال وئيلي دي خېبرپښتونخوا ته 3410 کلو ګرام داروګان رسولې شوي دي٬ اېن ډي اېم اے سره په ګډه د ځپلو مرستې لپاره كار كوٶ۔ دا خبره ده د نهې په ورځ پرېس كنفرنس كښې كړې۔ ده ووئيل د اوسنو بارانونو په تباهۍ كښې د صحت سهولت جاج اخلو٬ وزارت په دې سخت حالات كښې د ځپلو …
خېبرپښتونخوا ته 3410 کلو ګرام داروګان رسولې شوي٬ اېن ډي اېم اے سره په رابطه كښې يوو۔ وفاقي وزير سيد مصطفٰي کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفٰي کمال وئيلي دي خېبرپښتونخوا ته 3410 کلو ګرام داروګان رسولې شوي دي٬ اېن ډي اېم اے سره په ګډه د ځپلو مرستې لپاره كار كوٶ۔ دا خبره ده د نهې په ورځ پرېس كنفرنس كښې كړې۔ ده ووئيل د اوسنو بارانونو په تباهۍ كښې د صحت سهولت جاج اخلو٬ وزارت په دې سخت حالات كښې د ځپلو مرستې لپاره د خپل اړخ نه هم اقدامات كوي۔ ده ووئيل چاېن ډي اېم اے سره په رابطه كښې يوو٬ سېلاب ځپلو ته هر ډول ممكن مرسته رسولو لپاره هڅې كوٶ۔ ده ووئيل صوبو سره رابطه شوې ٬ مونږ د صحت سهولتونو په اړه پوښتنه كړې ده او ګلګت بلتستان ته 500 كلوګرامه داروګان رسولې شوي دي۔ ده ووئيل د سېلاب اوبو څخه د رنځونو خپرېدو واكسين هم رسولې شوي٬ دا غوښتنه صوبو كړې وه كومه چې مونږ پورا كړه ۔ ده ووئيل د وزيراعظم په امر وفاقي وزارت صوبو سره په تماس كښې دے٬ لوي څښتن دې خلق د دې مصيبت نه خلاص كړي۔ ده ووئيل مونږ د اتلس ډاكټرانو ډله لېږلې ده٬ په اېن آئي اېچ كښې كمانډ اېنډ كنټرول رومز كار كوي٬ 24 ساعته ډيوټي كوٶ٬ په سخته كښېې ځپلو سره ولاړ يوو ٬ خدائے دې نه كړي بيا هم داسې صورتحال راتللے شي كومې لپاره چې مونږ چمتو يو۔










