اسلام آباد 19 اګست (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي د اسلامی ریاست بنیاد په فتوحات نه بلكه په سماجی انصاف جوړ دے،انډونیزیا او ملائیشیا پشمول ځيني هېوادونو كښې اسلام په توره يا جنګ سره نه بلكه د سوداګرو په كردار خپور شوے۔اسلام آباد كښې د رحمت ا للعالمین اتھارټي تر سيوري لاندې اسلام او اقلیتونو په سرخط يو مهم سیمینار …
د اسلامی ریاست بنیاد په سماجی انصاف جوړ دے ۔ د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال د رحمت للعالمین اتھارټي تر سيوري لاندې سیمینار ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اګست (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي د اسلامی ریاست بنیاد په فتوحات نه بلكه په سماجی انصاف جوړ دے،انډونیزیا او ملائیشیا پشمول ځيني هېوادونو كښې اسلام په توره يا جنګ سره نه بلكه د سوداګرو په كردار خپور شوے۔اسلام آباد كښې د رحمت ا للعالمین اتھارټي تر سيوري لاندې اسلام او اقلیتونو په سرخط يو مهم سیمینار شوے چې پكښې د بېلو مذهبونو شخصیات، وفاقي وزيرانو او پوهانو ګډون وكړو۔ سیمینار كښې د مذهبونو ترمينځه په همغږۍ، روادارۍ او مذهبی آزادۍ په اهمیت زور راوړلے شو ۔په دې موقع خورشید ندیم او ډاكټر ریاض محمود كتاب’’ اسلام او اقلیتې ‘‘ مخ كتنه هم وشوه۔ مقررینو ووئيل دا كتاب امن، برداشت او د ورورولۍ پیغام رامخې ته كوي۔د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال په خپله وينا كښې ووئيل د اسلامی ریاست بنیاد په فتوحات نه بلكه په سماجی انصاف دے۔ ده ووئيل انډونیزیا او ملائیشیا پشمول ځيني هېوادونو كښې اسلام په توره يا جنګ نه بلكه د سوداګرو په كردار خپور شوے۔ نائن الیون نه پس امریكا كښې جوړ يو دستاویزی فلم كښې هم د اسلامی ریاست اصل ماډل سماجي انصاف ګرځولے شوے۔ احسن اقبال له مخې د مدينې رياست كښې سماجی انصاف هغه قوت ؤ كوم چې وګړي د مقناطیس په شان ځان پلو راښكل۔ده ووئيل ریاست او د شهریت معاهده د ټولني بنیاد دے او اسلام كښې د ریاست تصور انصاف څخه جدا كيدے نشي،كه كوم رياست كښې بنیادی انساني حقونه نه وي نو ریاست خطر سره مخ كيږي۔ مقررینو ووئيل پاکستان كښې برداشت، ورورولۍ او امن له وده وركول د وخت حاجت دے۔د هغې له مخې مذهبي آزادی او همغږي هېواد د پرمختګ پلو روانولې شي،ځكه چې د ټولو مذهبونو احترام د آئین پاکستان بنیادي اصول دي۔











