شانګله او بونير كښې د پاك آرمي انجینئرز کور د مرستې كارروايۍ روانې دي

اسلام آباد۔19اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپليو سيمو شانګله او بونېر كښی د پاكستان آرمي انجینئرز کور د مرستې كارروايۍ روانې دي او پير بابا بائي پاس هر ډول ټرېفك لپاره پرانستلے شوے دے۔ دغسې د پير بابا بازار كښې د اولس آسانيو لپاره د ملبې لرې كولو عمل شپه او ورځ روان دے۔ پاك پوځ ګوكند كلي ته تلونكے سړك هم بحال كړے دے۔ دې سره سره …

اسلام آباد۔19اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپليو سيمو شانګله او بونېر كښی د پاكستان آرمي انجینئرز کور د مرستې كارروايۍ روانې دي او پير بابا بائي پاس هر ډول ټرېفك لپاره پرانستلے شوے دے۔ دغسې د پير بابا بازار كښې د اولس آسانيو لپاره د ملبې لرې كولو عمل شپه او ورځ روان دے۔ پاك پوځ ګوكند كلي ته تلونكے سړك هم بحال كړے دے۔ دې سره سره اربن سرچ اېنډ ریسکیو ډلې درنې مشينرۍ سره په ګډه بېسوني او قادر نګر كښې پرله پسې سرچ آپرېشن كوي۔ تر دې دمه بېشوڼۍ سره نزدې خوړ نه د 5 كسانو جسدونه برآمد شوي دي۔ د پاك پوځ رېسكيو آپرېشن به ځپلو سيمو كښې تر بشپړه بحالۍ روان ساتلے شي

مزید خبریں