اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان سټاك ايکسچينج 100 انډيكس د يو لك 50 زره 20 پوائنټس تاريخي كچې ته په رسېدو د اطمينان څرګندونې كولو سره د كاروباري ورورولۍ لخوا په حكومتي پاليسو د باور په لرلو مننه كړې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئېل د لوي څښتن په فضل او كرم …
وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان سټاك ايکسچينج 100 انډيكس د يو لك 50 زره 20 پوائنټس تاريخي كچې ته په رسېدو د اطمينان څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان سټاك ايکسچينج 100 انډيكس د يو لك 50 زره 20 پوائنټس تاريخي كچې ته په رسېدو د اطمينان څرګندونې كولو سره د كاروباري ورورولۍ لخوا په حكومتي پاليسو د باور په لرلو مننه كړې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئېل د لوي څښتن په فضل او كرم سره د معيشت د بهترۍ په سبب د سرمايه دارو او سوداګرو اعتماد بحال شوے٬ هېواد د پرمختګ لور روان دے خو نوره خواري پكار ده۔ وزيراعظم ووئيل د معاشي ډلې شپه ورځ محنت سره معيشت د ستونزو نه رابهر كړے شو٬ سرمايه دارو او سوداګرو په سخت وخت كښې هم په پاکستان كښې معاشي هلې ځلې روانې ساتلې كومې چې د ستائنې وړ دي ۔ ده ووئيل په هېواد كښې د كاروبارۍ ترقۍ او په سرمايه كارۍ كښې زياتوالي سره به د روزګار موقعې راپېدا شي۔










