د قامي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر د سيلاب پيښو كښې په شوي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه

اسلام آباد۔19اګست(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق او ډپټي سپيكر سيد غلام شاه په ګلګت بلتستان ٬ خېبر پښتونخوا او آزاد كشمير كښې د سېلاب پېښو كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره سېلاب ځپليو كورنيو سره خواخوږي اوغمرازي ښكاره كړې ده ۔ سپيكر او ډپټي سپيكر د يوې يوې مياشتې تنخواه سېلاب ځپليو ته د وركولو پرېكړه وكړه۔ د …

اسلام آباد۔19اګست(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق او ډپټي سپيكر سيد غلام شاه په ګلګت بلتستان ٬ خېبر پښتونخوا او آزاد كشمير كښې د سېلاب پېښو كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره سېلاب ځپليو كورنيو سره خواخوږي اوغمرازي ښكاره كړې ده ۔ سپيكر او ډپټي سپيكر د يوې يوې مياشتې تنخواه سېلاب ځپليو ته د وركولو پرېكړه وكړه۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې سپيكر ووئيل په دې سخت وخت كښې به مونږ سېلاب ځپلې كورنۍ يوازې نه پرېږدؤ٬ د سېلاب ځپلو بحالۍ له به ټول قام له وړاندې راتلل وي۔ د ځپليو مرسته او بحالي قمي فريضه ده۔ ده ووئيل سېلاب ځپلي زمونږ اجتماعي پام او عملي مرستې ته سترګې په لاره دي٬ د هر يو پاكستاني فرض دے چې هغه د سېلاب ځپليو بحالۍ او مرستې له وړاندې راشي٬ زمونږ ورونړه خوېندې دا مهال سخت صورتحال څخه تېريږي۔ د كومو د مينه والو جسدونه چې تر دې دمه بې دركه دي د هغوي د دړد ازاله ګرانه ده۔ ده ووئېل په بونېر كښې څو څو كورنۍ له مينځه تللې دي۔ زما خواخوږۍ د هغوي د خپلوانو سره دي۔ سپيكر د سېلاب پېښو كښې په حق رسېدليو له د لوړو درجو دعا هم وكړه۔(

مزید خبریں