اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر سید غلام مصطفیٰ شاه سره د نهې په ورځ د نیپال پارلیمانی پلاوي ملاقات کړے چې پكښې په دوه اړخيزه پارلیماني، اقتصادي اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر د پلاوي په پارلیمنټ هاؤس كښې هركلے وكړو۔ ډپټی سپیکر ووئيل پاکستان نیپال سره خپلي اړيكې مهمي ګڼي۔ډپټی سپیکر …
د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر سید غلام مصطفیٰ شاه سره د نیپال پارلیمانی پلاوي ملاقات، پارلیمانی، اقتصادي اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر سید غلام مصطفیٰ شاه سره د نهې په ورځ د نیپال پارلیمانی پلاوي ملاقات کړے چې پكښې په دوه اړخيزه پارلیماني، اقتصادي اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر د پلاوي په پارلیمنټ هاؤس كښې هركلے وكړو۔ ډپټی سپیکر ووئيل پاکستان نیپال سره خپلي اړيكې مهمي ګڼي۔ډپټی سپیکر د دواړو هېوادونو ترمينځه پارلیمانی رابطو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو ۔ ده ووئيل پارلیماني رابطې دوه اړخيزه اړيكو لا مستحکمولو او د دواړو هېوادونو يو بل ته نزدې كولو كښې مهم کردار ترسره كولې شي۔ قامی اسمبلۍ كښې پاك۔نیپال فرینډشپ ګروپ جوړ شوے۔پارلیمانی فرینډشپ ګروپ د دواړو هېوادونو ترمينځه رابطو ته ودې وركولو كښې په زړه پوري كردار ترسره كوي۔ ده ووئېل دواړو هېوادونو كښې د سېلګرۍ او نورو اقتصادي څانګو كښې د مرستي پراخه موقعې شته۔ قامي اسمبلۍ كښې په ميرمنو پارلیماني غړو مشتمل ویمن پارلیمنټري کاکس جوړ شوے۔ویمن پارلیمنټري کاکس د ميرمنو خپلواكه كولو، د حقونو تحفظ او ښېګړې لپاره فعاله کردار ترسره كوي۔










