د پاکستان او چین ترمينځه د وسلو كنټرول، نه خپرولو او د وسلې تخفیف په سرخط د دوه اړخيزه مشاورت لسم پراؤ تر سره شو

بیجنګ 19 اګست (اے پي پي) د پاکستان او چین ترمينځه د وسلو كنټرول، نه خپرونې او د وسلې تخفیف په سرخط د دوه اړخيزه مشاورت لسم پړاؤ په 18 اګست 2025ء بیجنګ كښې وشو، دواړو ډلو د نړيوال او سيمه ايز امن او سلامتیا په چارو تفصیلی خبرې وكړې۔د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري بيان له مخې د پاكستان پلاوي مشري د خارجه وزارت ایډیشنل سیکرټري ( د …

بیجنګ 19 اګست (اے پي پي) د پاکستان او چین ترمينځه د وسلو كنټرول، نه خپرونې او د وسلې تخفیف په سرخط د دوه اړخيزه مشاورت لسم پړاؤ په 18 اګست 2025ء بیجنګ كښې وشو، دواړو ډلو د نړيوال او سيمه ايز امن او سلامتیا په چارو تفصیلی خبرې وكړې۔د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري بيان له مخې د پاكستان پلاوي مشري د خارجه وزارت ایډیشنل سیکرټري ( د وسلو کنټرول، د وسلو تخفیف او نړيوالي سلامتيا ډویژن) سفیر طاهر اندرابی كوله،دغسې د چين پلاوي مشري د چين خارجه وزارت ډائریکټر جنرل (ډیپارټمنټ آف آرمز کنټرول) سن زیاؤبو كوله۔دواړو ډلو په نړيوال او سيمه ايز امن و سلامتیا په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دوي د سوئيلي اسياﺀ د صورتحال هم جاج واخست،په خاص توګه د سلامتيا او اسټریټجکي استحکام چیلنجونو ته پام لرنه وشوه ۔خبرو كښې د وسلې تخفیف او عدم پھیلاؤ په ګڼو سرخطونو خبري وشوې چې پكښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ فرسټ کمېټي ، کنفرنس آن ډس آرمامنټ او مهمي نړيوالې لوظنامې لكه چې بائیولوجیکل اینډ ټاکسن ویپنز کنونشن (بي ټي ډبلیو سي) او کیمیکل ویپنز کنونشن (سي ډبلیو سي) په ايجنډا شاملې وي۔نوي ټیکنالوجیز او مصنوعي زېركتيا په سکیورټی اثرات هم غور وشو۔دې نه ځانله د جوهري ټیکنالوجۍ په امناكه استعمال او خلائی مرسته دوه اړخيزه همكارۍ هم خبرې وشوې۔د خپلې دورې په مهال سفیر طاهر اندرابی د چائنا آرمز کنټرول اینډ ډس آرمنټ ایسوسی ایشن (سي اے سي ډی اے) كښې د يو انټرایکټو راؤنډ ټیبل سیشن كښې هم ګډون وكړو،چې پكښې پخوانو سفارتکارو، پوهانو ، اسکالرز او د تھنك ټینك نمائنده هم ګډون كولو۔پاکستان او چین ترمينځه د وسلو کنټرول، نه خپرولو او د وسلو تخفیف په اړه مشاورت د دواړو هېوادونو ترمينځه د پراخه سټریټجیکي مرستي يوه مهمه برخه ده۔ پاکستان دغه مکالمې ته د سلامتیا او استحکام سره سره د وسلو کنټرول، د وسلو تخفیف او عدم پھیلاؤ په اړه معنی لرونكي مشاورت لپاره يو مهم پلیټ فارم ګڼي۔ د مشاورت راروان دور به په 2026ء كښې په اسلام آباد كښې كيږي۔

مزید خبریں