وفاقي وزير انجينئر امير مقام صوابۍ كښ باران او سېلاب كښې په شوي زيان د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د كشمير٬ ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام صوابي كښې د شړق په سبب د سخت باران او په سېلاب كښې په شوي زيان د غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره وفاقي ادارو او انتظاميه سره رابطه كړې ده ۔ د جاري بيان له مخې ده ووئيل رېسکيو ډلې او د مرستې سامان دې په سمدستي توګه ځپلو …

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د كشمير٬ ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام صوابي كښې د شړق په سبب د سخت باران او په سېلاب كښې په شوي زيان د غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره وفاقي ادارو او انتظاميه سره رابطه كړې ده ۔ د جاري بيان له مخې ده ووئيل رېسکيو ډلې او د مرستې سامان دې په سمدستي توګه ځپلو سيمو ته ورسولې شي دغسې چې اولس ته په سمدستي توګه ريليف وركړے شي۔ انجينئر اميرمقام ووئيل وزيراعظم شهباز شريف پخپله د موجوده صورتحال نګراني كوي۔ په دې موقع وفاقي وزير ځپلو سره د غمرازۍ څرګندونه هم وكړه۔ وفاقي وزير د حق رسېدلو لوړو درجو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ ده ووئيل وفاقي حکومت به ځپلې يوازې نه پرېږدي

مزید خبریں