اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان سره د سویډن په پاکستان كښې سفیر الیګزینډرا برګ وان لنډے ملاقات کړے دے ۔د ګل په ورځ جاري شوي پرېس ریلیز له مخې ملاقات كښې په دوه اړخيزه تجارت، سرمایه کارۍ په موقعو او شريكې مرستي په بېلو څانګو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔سفیر په اوسنو بارانونو او کلاؤډ برسټ له امله پاکستان كښې په شوې …
د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان سره د سویډن سفیر الیګزینډرا برګ وان لنډے ملاقات، تجارت، سرمایه کارۍ او په ماحولیاتی مرسته خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان سره د سویډن په پاکستان كښې سفیر الیګزینډرا برګ وان لنډے ملاقات کړے دے ۔د ګل په ورځ جاري شوي پرېس ریلیز له مخې ملاقات كښې په دوه اړخيزه تجارت، سرمایه کارۍ په موقعو او شريكې مرستي په بېلو څانګو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔سفیر په اوسنو بارانونو او کلاؤډ برسټ له امله پاکستان كښې په شوې ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ د تجارت وزیر جام کمال خان ووئيل د موسمیاتی بدلون چیلنجونو مخنيوي لپاره شريكو هڅو ته اړتيا ده۔ د ملاقات په مهال دواړو ډلو د اقتصادی مرستي لا قوي كولو امکانات جاج واخست۔د تجارت وزیر د پاکستان ټیکسټائل، ریډی میډ ګارمنټس، آئی ټی او ټیکنیکل ایجوکیشن، معدنیات، سرجیکل آلات او د لوبو سامان په څانګو كښې موجوده صلاحیتونه رامخې ته كړل ۔ ده ووئيل سویډش کمپنۍ په دې څانګو كښې د سرمایه كارۍ څخه بشپړه ګټه پورته كولې شي۔سفیر د پاکستان ټیکسټائل ایکسپورټ نړيوال شهرت تسليممولو سره ووئيل د سویډش خریدار د پاکستان مصنوعات د نړۍ ښه مصنوعاتو كښې شمېري ۔ده ووئيل د سویډن ځيني كمپنۍ د پاکستان د ګارمنټس په څانګه كښې د سرمايه كارۍ خواهش لري،په دې لړ كښې د سویډش يو کاروباری پلاوې به ډير زر د کراچۍ دوره وكړي دغسې چې ځائې صنعتکارو سره ملاقات او د برآمدی موقعو جاج واخلي










