ميډرډ – د پاكستان سفارتخانه كښې د آزادۍ ورځې دستوره

لاهور/مېډرډ۔15اګست(اے پی پی) د پاکستان 78 مې آزادۍ ورځ په موقع په مېډرډ كښې د پاكستان په سفارت د بېرغ هسك كولو دستوره وشوه۔ د وياند له مخې په مېډرډ كښې پاكستاني سفير ډاكټر ظهور احمد د قامي سرود په مهال پاكستانے بېرغ هسك كړو۔ ډپټي هېډ آف مشن عمر منظور، کمرشل قونصلر علی اصغر او سېکنډ سېکرټری مریم مشتاق په دستوره كښې د صدر ٬ وزيراعظم او نائب وزيراعظم …

لاهور/مېډرډ۔15اګست(اے پی پی) د پاکستان 78 مې آزادۍ ورځ په موقع په مېډرډ كښې د پاكستان په سفارت د بېرغ هسك كولو دستوره وشوه۔ د وياند له مخې په مېډرډ كښې پاكستاني سفير ډاكټر ظهور احمد د قامي سرود په مهال پاكستانے بېرغ هسك كړو۔ ډپټي هېډ آف مشن عمر منظور، کمرشل قونصلر علی اصغر او سېکنډ سېکرټری مریم مشتاق په دستوره كښې د صدر ٬ وزيراعظم او نائب وزيراعظم پېغامونه واورول۔ دستورې ته په خپل خطاب كښې پاكستاني سفير ډاكټر ظهور احمد د آزادۍ ورځې د اهميت او او د يو آزاد وطن ترلاسه كولو له د وركړے شوو قربانيو په اړه ووئيل۔ ده په معركه حق كښې د پاكستان په بريا رڼا اچولو سره د پاكستان د خپلواكۍ تحفظ لپاره د وسله والو ځواكونو كردار وستائېلو۔ ډاكټر ظهور احمد په اسپېن كښې د مېشته پاكستانيانو د مثبت كردار ستائنه كولو سره ووئيل دوي نه يوازې د پاكستان استازي دي بلكې د دواړو هېوادونو په معيشتونو كښې فعاله كردار هم ترسره كوي۔ په دې موقع د كېك پرېكولو دستوره وشوه په كومه كښې چې د پاکستان كميونټي او هسپانوي وګړو ګډون وكړو

مزید خبریں