د ګورنر فيصل كريم كنډي باجوړ او د صوبې په بيلو سيمه كښې د باران د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د غمرازۍ څرګندونه

پېښور ۔ 15 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي باجوړ ٬ كوز دير ٬ مانسهره ٬ بونېر او سوات كښې د زياتو بارانونو د لاسه په شوو زيانونو د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې ګورنر فېصل كريم كنډي د بارانونو د لاسه د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونو كولو سره ځپليو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه ۔ …

پېښور ۔ 15 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي باجوړ ٬ كوز دير ٬ مانسهره ٬ بونېر او سوات كښې د زياتو بارانونو د لاسه په شوو زيانونو د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې ګورنر فېصل كريم كنډي د بارانونو د لاسه د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونو كولو سره ځپليو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه ۔ ګورنر په بېلو پېښو كښې ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا هم وكړه۔ ده ووئيل د غمجنيو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك يوو۔ ده په روان سېلابي صورتحال كښې انجمن هلال احمر او نور رېسكيو ادارو ته د مرستې كارروايۍ تندولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل د اولس د ځان او مال تحفظ باوري كولو له به ټول ممكن ګامونه پورته كولې شي

مزید خبریں