قام د اتحاد، يقين، تنظيم او د نه ختمېدونكو هلو ځلو د عزم تجديد سره د آزادۍ 78مه كليزه “جشن آزادي او معركه حق” په بشپړه جوش او جذبے سره ولمانځله

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) قام د اتحاد، يقين، تنظيم او د نه ختمېدونكو هلو ځلو د عزم تجديد سره د آزادۍ 78مه كليزه "جشن آزادي او معركه حق" روايتي او ملي جوش او جذبې سره لمانځلو سره د دې عزم پخلې كړے دې چې وطن به مونږ د عظيم نه عظيم تر جوړوٶ٬ په ټولو مسئلو قابو موندلو سره به مونږ قامي يووالي او د شپې او …

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) قام د اتحاد، يقين، تنظيم او د نه ختمېدونكو هلو ځلو د عزم تجديد سره د آزادۍ 78مه كليزه “جشن آزادي او معركه حق” روايتي او ملي جوش او جذبې سره لمانځلو سره د دې عزم پخلې كړے دې چې وطن به مونږ د عظيم نه عظيم تر جوړوٶ٬ په ټولو مسئلو قابو موندلو سره به مونږ قامي يووالي او د شپې او ورځې د خوارۍ د لارې به په نړۍ كښې خپل د لاسه وركړې شوې قام بيا ترلاسه كوٶ، د آزادۍ تحفظ د هر پاكستاني ذمه واري ده۔ د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې د ورځ پېل 31 او په صوبائي سرښارونو كښې د 21 توپو سلامي شوې٬ په مظفر آباد كښې هم د پاك پوځ ډلو د توپو سلامي وړاندې كړه٬ د سهار لمونځ نه وروسته د هېواد پرمختګ٬ يووالي٬ امن او سوكالۍ لپاره خاص دعاګانې وشوې۔ د جشن آزادۍ په لړ كښې لويه دستوره تېره شپه سپورټس كمپليكس كښې شوې چرته چې د پاك فضائيه جنګي الوتكو د فلائي پاسټ مظاهره كړې٬ په دستوره كښې صدر مملكت آصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف، چيف آف فيلډ مارشل سيد عاصم منير د خاص مېلمه په توګه ګډون كړې٬ په دې موقع د وسله والو ځواكونو مشران، د وفاقي كابينې غړو پشمول نور شخصيات هم موجود وو٬ په دې موقع د پاك پوځ شاندار پريډ او كلتوري پروګرام هم شوې٬ صدر او د وزيراعظم پشمول اهمو شخصيات د ازادۍ ورځ په لړ كښې خاص پېغامونه هم جاري كړې٬ د جشن آزادۍ په موقع د بېرغ هسك كولو مركزي دستوره په پاكستان مونومنټ كښې شوې چرته چې وزيراعظم شهباز شريف قامي بېرغ هسك كولو سره د شهيدانو په يادګار حاضري كړې۔ د دفاع پشمول خپلو خپلو څانګو كښې په ځانګړې خدماتو ترسره كولو اعليٰ پوځي او سول شخصياتو ته اعليٰ اعزازونه وركولو دستوره په ايوان صدر كښې شوې٬ په كنونشن سنټر اسلام آباد كښې كلتوري شو شوې چې پكښې سپيكر سردار اياز صادق،نائب وزير اعظم محمد اسحاق ډار پشمول وفاقي وزيرانو او نورو ګډون كړې۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ په پي ټي وي هيډ كوارټر كښې بېرغ هسك كولو سره د آزادۍ د جشن كېك پرې كولو سره سره د پي ټي وي په انګڼ كښې بوټې هم نال كړې٬ په دې موقع د كراچۍ نه تر خېبر ګرد هېواد كښې ښار په ښار او كوڅه په كوڅه دستورې شوې٬ په ورځپاڼو كښې د آزادۍ ورځ مناسبت سره خاص ضميمے او په ټيلي ويژن چينلز خاص پروګرامونه شوې٬ ګرد هېواد كښې د آزادۍ ورځ په موقع عام تعطيل ٶ٬ په آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې د يوم آزادي دستورې شوې٬ د څلورو واړو صوبو په سرښارونو٬ ګلګت بلتستان، د آزاد كشمير سره سره په ټولو ضلعي مركزونو كښې د بېرغ هسك كولو دستوره شوې۔ د بابائے قام په مزار د ګارډز بدلېدو دستوره شوې٬ په دې موقع د پاكستان نيول اكيډمۍ چټك كيډټس د اعزازي ګارډ وظيفه سنبهال كړې٬ په دې موقع خاص مېلمه كمانډنټ كموډور تصور اقبال په مزار د ګلونو څادر خپورولو سره فاتحه خواني وكړه۔ د يوم آزادۍ په موقع ګرده نړۍ كښې د پاكستان په سفارتونو كښې د جشن آزادي او قامې بېرغ هسك كولو دستورې شوې٬ په ګورنر هاؤس پېښور كښې د 78مې آزادۍ ورځې مناسبت سره دستوره وشوه ٬ په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي بېرغ هسك كړٶ٬ په دستوره كښې په پېښور كښې د امريكا٬ ايران او افغانستان قونصل جنرلز په خاص توګه ګډون كړې٬ ګورنر فېصل کريم کنډي د دريو واړو هېوادونو قونصلر جنرلز سره د پاكستان د آزادۍ د 78مې كليزې كېك هم پرې كړو٬ د دستورې پېل قامي سرود څخه وشو او د پوليس لخوا سلامي وړاندې كړې شوه۔ د جشن آزادۍ او د معركه حق په سبب دا ځل جوش او جذبه د ليدو وه۔

مزید خبریں