اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی) قامي اسمبلۍ ته د خزاني وزیرمملکت بلا ل اظهر کیانی وئيلي دي حکومت 460 اربه روپو څخه د بي آئي اېس پي بجټ 592 اربه روپۍ ته او اوس 716 اربه كړے دے چې مقصد ئيې د کمزوري طبقې د خريدارۍ قوت زياتول دي دغسې چې غريب اولس د ګرانۍ بار څخه بچ كړے شي۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ملك …
د بي آئي اېس پي بجټ 716 اربه روپو ته رسولے شوے۔ بلا ل اظهر کیانی

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی) قامي اسمبلۍ ته د خزاني وزیرمملکت بلا ل اظهر کیانی وئيلي دي حکومت 460 اربه روپو څخه د بي آئي اېس پي بجټ 592 اربه روپۍ ته او اوس 716 اربه كړے دے چې مقصد ئيې د کمزوري طبقې د خريدارۍ قوت زياتول دي دغسې چې غريب اولس د ګرانۍ بار څخه بچ كړے شي۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ملك شاکر بشیراعوان د غريبۍ كرخي څخه لاندې ژوند كوونكو طبقو ښه والي له د اقدامات په اړه د بي آئي اېس پي بيا سروے كولو پوښتنه وكړه ٬ په دې بلال اظهر کیانی ووئيل حکومت 460 اربه روپو څخه د بي آئي اېس پي بجټ اول 592 اربه روپو ته ورسولو او اوس 716 اربه روپۍ بجټ اېښودلے شوے۔ده ووئيل يو پلو د حکومت يو زر اربه روپۍ پرمختيائي بجټ دے او بل پلو د بي آئي اېس پی 716 اربه روپۍ بجټ دے ٬ دې سره د ډیټا بیس ترمخه يو كروړ وګړو ته نه بلكه د كورنيو معاونت کیږي او دويمه سروے به باقاعدګی سره كولې شي،د بی آئی اېس پی چیئرپرسن یا د غريبۍ ختمولو وزير زيات ښه ځواب وركولے شي۔








