د قامي صحت هدفونه معاشي پرمختګ او د مېرمنو او انجونو بااختياره جوړولو كښې نېغ په نېغه كردار لري۔ سيد مصطفيٰ کمال

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي زمونږ د قامي صحت هدفونه په معاشي پرمختګ او د مېرمنو او انجونو بااختياره جوړولو كښې نېغ په نېغه كردار لري، هر كوچني ته د ژوندي پاتې كېدو٬ لوېدو او د پرمختګ كولو برابر موقعې وركوٶ٬ كار كوٶنكو مېندو ته په دفترو كښې د برېسټ فيډنګ سهولت٬ دمه او لچكدار وختونه ترلاسه كېدل …

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي زمونږ د قامي صحت هدفونه په معاشي پرمختګ او د مېرمنو او انجونو بااختياره جوړولو كښې نېغ په نېغه كردار لري، هر كوچني ته د ژوندي پاتې كېدو٬ لوېدو او د پرمختګ كولو برابر موقعې وركوٶ٬ كار كوٶنكو مېندو ته په دفترو كښې د برېسټ فيډنګ سهولت٬ دمه او لچكدار وختونه ترلاسه كېدل پكار دي۔ ده دا خبرې د برېسټ فيډنګ لپاره د انټرنېشنل ويك په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل ګرد هېواد كښې د برېسټ فيډنګ ودې٬ تحفظ او ملاتړ لپاره د عزم پخلے كوم، د مور پېئ يوازې خوراك نه بلكې يو بشپړ تحفظ او ذهني وده ده۔ ده ووئيل په پاكستان كښې يوازې 40 فيصده ماشومانو ته په شپږو مياشتو كښې د مور پېئ په بشپړه توګه وركړے كېږي٬ نړيوال هدف 60 فيصد دے۔ ده ووئيل د حکومت مؤثر پاليسۍ، د صحت مضبوط نظام او د کميونټي شموليت سره به د مور او ماشوم مرسته كوٶ۔ ده ووئيل پاليسي ساز،د صحت ماهرين، ميډيا، سول سوسائټۍ او نورو ټولو له به په دې كښې كردار لوبول وي٬ مونږ له به هرې مور لپاره يو ساز ګار ماحول جوړول وي٬ چرته چې ھغه د بدنامۍ او د ناسمه معلوماتو د خنډانو نه غېر خپل ماشوم له پېئ وركړې شي۔

مزید خبریں