د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد كښې د زياتېدونكې آبادۍ او د مسئلو حل لپاره د اقدامات په اړه د جاج اغستو غونډه

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د وزیراعظم شهباز شریف هېواد كښې د زياتېدونكې آبادۍ او د مسئلو مخنيوي لپاره د صوبو په مرسته د موثره تګلارې جوړولو امر كولو سره ووئيل په دې لړ كښې په قامي كچه پاليسي د وخت مهم ضرورت دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد …

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د وزیراعظم شهباز شریف هېواد كښې د زياتېدونكې آبادۍ او د مسئلو مخنيوي لپاره د صوبو په مرسته د موثره تګلارې جوړولو امر كولو سره ووئيل په دې لړ كښې په قامي كچه پاليسي د وخت مهم ضرورت دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د زياتېدونكې آبادۍ او د دې مسئلو حل لپاره د اقدامات جاج اغستو غونډه شوې۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل په پاكستان كښې د آبادۍ زياتېدو كلنه شرح 2.55 فيصد ده٬ په تندۍ سره د زياتېدونكې آبادي ترقي او دا د معيشت فعاله برخه جوړولو لپاره پلاننګ كولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد د ودانۍ لويه برخه په ځوانانو مشتمله ده كومه چې زمونږ د هېواد قېمتي او مهمه اثاثه ده، حکومت ځوانان ته د هېواد معيشت پرمختګ لپاره د كردار لوبولو موقعې وركولو لپاره يو شمېر اقدامات كوي۔ ده ووئيل مېرمنې زمونږ د افرادي قوقت لويه برخه ده ۔ ده امر وكړو چې مېرمنو ته دې په ملازمت كښې زياتې موقعې وركولو لپاره اقدامات وكړے شي وزيراعظم په هېواد كښې د زياتېدونكې آبادۍ او د دغې مسئلو مخنيوي لپاره د صوبو په مرسته د موثره لائحې جوړولو امر هم وكړو۔ ده ووئيل په دې لړ كښې په قامي كچه پاليسي د وخت مهم ضرورت دے۔ وزيراعظم مؤثره پاليسي او تګلاره جوړولو لپاره د کميټۍ جوړولو هم امر وكړو۔ په غونډه كښې په دې لړ كښې بېلا بېل وړاندېزونه هم وړاندې كړے شول۔ غونډې ته ووئيل شول د صوبو په مرسته د زياتېدونكې آبادۍ او د دغې په مسئلو قابو موندلو لپاره د قامي كچې يوه پاليسۍ ته اړتيا ده او د معاشي پرمختګ په تناظر كښې زياتېدونكې آبادۍ لپاره په اولس كښې په قامي كچه د شعور بېدارولو كمپائن چلول ضروري دے۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، ډاکټر خالد مقبول صديقي، عطاء تارړ، سردار محمد يوسف، اعظم نذير تارړ او د اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں