د صحت او تعليم پشمول نورې څانګې ډيجيټل ټېكنالوجيز سره همكاره كول ضروري دي۔شزه فاطمه خواجه

اسلام آباد۔06 اګست(اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيری شزه فاطمه خواجه وئېلي دي د روغتيا او تعليم پشمول نورې څانګې ډيجيټل ټېكنالوجيز سره همكاره كول ضروري دي٬په هېواد كښې ډيجيټلائزېشن وده د وزيراعظم محمد شهباز شريف وژن دے٬د ډيجيټل شناخت څخه به وګړي د قطارونو په ځاے ډيجيټل طريقې سره په يوه بټن وهلو خپل ضروريات پوره كولې شي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي ته …

اسلام آباد۔06 اګست(اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيری شزه فاطمه خواجه وئېلي دي د روغتيا او تعليم پشمول نورې څانګې ډيجيټل ټېكنالوجيز سره همكاره كول ضروري دي٬په هېواد كښې ډيجيټلائزېشن وده د وزيراعظم محمد شهباز شريف وژن دے٬د ډيجيټل شناخت څخه به وګړي د قطارونو په ځاے ډيجيټل طريقې سره په يوه بټن وهلو خپل ضروريات پوره كولې شي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي ته مركه كښې دې ووئيل انفارمېشن ټېكنالوجۍ كښې د جدت له امله د ژوند په ټولو څانګو كښې په تندۍ سره بدلون راروان دے او د دې په سبب به آئي ټي برآمدات كښې اضافه اوشي٬د تېرو دوو كلونو په مهال د يو نيم ارب ډالره آئي ټي برآمدات كښې اضافه شوې٬تېر كال آئي ټي صنعت 19 فيصده پرمختګ كړے ٬دغسې قامي ډيجيټائزېشن هم زمونږ هدف دے٬ دې ووئېل مونږ ډيجيټل نېشنل پاكستان قانون جوړ كړے٬دا تاريخي قانون سازي ده د كومې د لارې چې ډيجيټل اتهارټي جوړيږي٬د يو عام كس ژوند ښه او آسانولو لپاره بېلو ادارو سره په ګډه كار كوو۔دې ووئيل د وګړو ډيجيټل شناخت به جوړوو٬وګړي د قطارونو په ځاے ډيجيټل طريقې سره په يو بټن وهلو به خپل ضروريات پوره كوي۔دې ووئيل سمارټ فورن فار آل پالېسۍ ته به ډېر زر حتمي شكل وركړے شي چې د لارې به يې ټولو وګړو ته په آسانو قسطونو وركړه باوري كولې شي۔دې ووئيل د ليپ ټاپ سكيم له مخې تراوسه 12 لكه ليپ ټاپ تقسيم شوي٬سږ كال به په ميرټ ځوانانو ته 1 لك ليپ ټاپس وركولې شي٬ دې ووئېل فري لانسر او ريموټ وركر ته د ټيكس څخه استثنٰی ترلاسه ده۔دې ووئيل پاكستان د هند په ضد جنګ كښې د ټېكنالوجۍ پشمول په هره كچه خپله بريا ثابته كړی ده ۔

مزید خبریں