د اے پي پي په فنډز كښې د خرد برد لوئي سېكنډل رامخې ته شوے دے٬ دا معامله به پخپله وړاندې بوځم۔ د وفاقي وزير عطاء تارړ د سينيټر سرمد علي په پوښتنه څرګندونه

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د قامي خبر رسنې ادارې (اے پي پي) مېنجنګ ډائرېكټر عاصم کھچي د ادارې په فنډز كښې د خورد برد مېګا سكېنډل رامخې ته كړے دے٬ دا معامله به خپله وړاندې بوځم۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ په غونډه كښئ د سينيټر سرمد …

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د قامي خبر رسنې ادارې (اے پي پي) مېنجنګ ډائرېكټر عاصم کھچي د ادارې په فنډز كښې د خورد برد مېګا سكېنډل رامخې ته كړے دے٬ دا معامله به خپله وړاندې بوځم۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ په غونډه كښئ د سينيټر سرمد علي لخوا پورته كړې پوښتنې په ځواب كښې كړي ٬د كمېټۍ د غونډې مشري سينيټر علي ظفر كوله او په غونډه كښې سينيټرز عرفان صديقي، پروېز رشيد، جان محمد بليدي، سيد وقارمهدي او د اطلاعات او خپرونو سيکرټري عنبرين جان، ايډيشنل سيکرټري اشفاق خليل سره سره د وزارت نورو چارواكو ګډون كولو۔ سينيټر سرمد علي د غونډې په مهال پوښتنه وكړه چې د اے پي پي په فنډز كښې د خورد برد معامله رامخې ته شوې ده، اي آر سي او په پي ايف فنډ كښې د 41.2 ارب روپۍ د قامي خزانې څخه خورد برد كړې شوي دي٬ دا مالي بدعنواني د شپږو نه د زياتو ملازمينو يو منظم نېټ ورك د لارې د كال 2019 نه تر كال 2024 روانه وه٬ واضح شواهد، بينک سټيټمنټس، آډټ رپورټس او د نورو مالياتي دستاويزات شتوالي باوجود د څو كلونو باوجود اېف آئي اے تر اوسه اېف آئي آر نه دے درج كړے كوم چې د دې مهمې قامي نوعيت په مقدمه كښې تاخير څرګندوي۔ د سينيټر سرمد علي په پوښتنه وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل د قامي خبر رسنې ادارې (اے پي پي) مېنجنګ ډائرېكټر عاصم کھچي د ادارې په فنډز كښې د خورد برد مېګا سكېنډل رامخې ته كړے دے٬ دا معامله به خپله وړاندې بوځم۔ د غونډې نه وروستو سينيټر سيد وقار مهدي ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل د اے پي پي په فنډز كښې ميګا کرپشن رامخې ته كېدل تشويشناك دے، په ايوان كښې به هم دا معامله پورته كوم۔ ده ووئيل په اے پي پي كښې په کرپشن ثابتېدو د اېف آئي اے لخوا د مقدمې په اندراج نه كېدو خېران يم۔

مزید خبریں