اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د ديواليه قانون او د رياستي ادارو لخوا د غېر ضروري ځورونې مخنيوي په اړه د ذيلي كمېټو د لوړې كچې غونډه شوې چې پكښې د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسن افضال، د پاکستان بزنس کونسل، د فيډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر)، د سټيټ بينک آف پاکستان، د …
د هارون اختر خان په مشرۍ كښې د ديواليه قانون او د رياستي ادارو لخوا د غېر ضروري ځورونې مخنيوي په اړه د ذيلي كمېټو غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د ديواليه قانون او د رياستي ادارو لخوا د غېر ضروري ځورونې مخنيوي په اړه د ذيلي كمېټو د لوړې كچې غونډه شوې چې پكښې د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسن افضال، د پاکستان بزنس کونسل، د فيډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر)، د سټيټ بينک آف پاکستان، د سکيورټيز اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان (اېس اي سي پي)، د مختلف چيمبرز آف کامرس، د اينټي مني لانډرنګ اتھارټۍ او نورو مهمو شراكتدارو نمائندګانو ګډون وكړو ۔ په غٶنډه كښې د کارپوريټ بحالي ايکټ كال 2018 كښې درج مهم بدلونونه تجويز كړې شوي ٬ په واجبات اډانه د اهليت حد ختمول دي، د عدالتي احکامات د لارې د سټے آرډر د باضابطه طريقه کار تعارف، وائنډنګ اپ آرډر سره مخ كمپنو ته ريليف وركول، د سټيټ بينک سرکلر نمبر 29 له مخې د ريليف ترلاسه كوٶنكو کمپنو شموليت، د اثاثو قدر بندي او د ثالثۍ جامع نظام معارفي كول دي۔ هارون اختر خان ووئيل دا پاليسي پيکج به ځپلو کمپنيو ته مهم ريليف وركوي٬ ديواليه قانون به د يو جامع او معاون قانوني ډهانچې په توګه صنعتي استحكام باوري كړي۔








