قامي اسمبلۍ كښې په سوشل ميډيا د اجازې نه غېر د عكسونو ٬ وېډيوز او د غېر اخلاقي موادو خپورولو مخنيوي لپاره قرارداد منظور

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ يو قرارداد منظور كړے چې پكښې په سوشل ميډيا د غير اخلاقي موادو او د اجازې نه غېر د مېرمنو عكسونه او وېډيوز خپرولو غندنې سره د عزت او پرائيويسي حق په تحفظ زور راوړلے شوے دے۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې دا قرارداد سيده نوشين افتخار وړاندې كړو ٬ په قرارداد كښې ووئيل شول د پاكستان آئين كښې …

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ يو قرارداد منظور كړے چې پكښې په سوشل ميډيا د غير اخلاقي موادو او د اجازې نه غېر د مېرمنو عكسونه او وېډيوز خپرولو غندنې سره د عزت او پرائيويسي حق په تحفظ زور راوړلے شوے دے۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې دا قرارداد سيده نوشين افتخار وړاندې كړو ٬ په قرارداد كښې ووئيل شول د پاكستان آئين كښې د ټولو وګړو د بنيادي حقونو تحفظ شوے دے چې پكښې د عزت٬ ژوند٬ پرائيويسي او ځورونې حق هم شامل دے او په قوانين كښې هم د دې حقونو تحفظ شوے دے، د خلقو په خاص توګه د مېرمنو عكسونه او ويډيوز د اجازې نه غېر جوړول او خپرول، د موبائل ډيوائسز، د سوشل ميډيا ناسمه كارولو او په قوانين عملدرآمد كښې د كمزورۍ په سبب خطرناک صورتحال اختيار كړے دے ٬ دا د ائين او قانون څخه واضحه سرغړونه ده٬ دا عكسونه بليک ميلنګ، ځورونې، ډس انفارميشن او مس انفارميشن لپاره كارولې كېږي، د دې وجوهاتو په سبب په اولسي ځايونو كښې مېرمنو لپاره عدم تحفظ راپېدا كېږي٬ د پيمرا ايکټ 2016 پشمول يو شمېر قوانين شته خو په ھغې عملدرامد كم دے٬ قرارداد كښې زياته كړې شوه چې تحقيقات او سزاګانو كښې تاخير سره صورتحال تشويشناك كېږي٬ دا ايوان د خلقو په خاص توګه د مېرمنو د غېر قانوني ريکارډنګز او د دوي د بنيادي حقونو د خلاف ورزو سخته غندنه كوي ځكه چې دا د اسلامي او مهذبه ټولنو د اقدارو څخه سرغړونه ده، مونږ د دې عزم پخلے كوٶ چې د عزت او پرائيويسي حق دې تحفظ وكړے شي او د وفاقي حکومت د پيکا ايکټ پشمول دې په دې لړ كښې نور قانوني اقدامات مستحكم كړے شي ٬ دغسې ايوان د قرارداد منظور كړو ۔

مزید خبریں