د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې د سركاري اداره جات په ره د كابينې كميټۍ غونډه

اسلام آباد۔6اګست (اے پی پی) د سركاري اداره جات د كابينې كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د خزانې وزارت كښې وشوه د كومې مشري چې د خزانې او محصولات وفاقي وزير آن لائن وكړه۔ په غونډه كښې د هاؤسنګ او تعميرات وفاقي وزير میاں ریاض حسین پیرزادہ، د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان، د اېس اي سي پي چیئرمېن ، وفاقی سېکرټریز او د اړوندو وزارتونو او سركاري …

اسلام آباد۔6اګست (اے پی پی) د سركاري اداره جات د كابينې كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د خزانې وزارت كښې وشوه د كومې مشري چې د خزانې او محصولات وفاقي وزير آن لائن وكړه۔ په غونډه كښې د هاؤسنګ او تعميرات وفاقي وزير میاں ریاض حسین پیرزادہ، د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان، د اېس اي سي پي چیئرمېن ، وفاقی سېکرټریز او د اړوندو وزارتونو او سركاري ادارو مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال كمېټۍ د تجارت وزارت لخوا په ټرېډنګ کارپورېشن آف پاکستان (ټی سی پی) بورډ كښې د خالي چوكو ډكولو وړاندېز جاج واغست او منظوري يۍ وركړه۔ كمېتۍ د خزانې په شمول نورو اړوندو وزارتونو ته هدايت وكړو چې هغه د سركاري ادارو په بورډ كښې د بھرتۍ د عمل جاج واخلي او په دې كښې بهتري رامخې ته كړي۔ كمېټۍ د مواصلات وزارت ته هدايت وكړو چې هغه په آزاد ډائرېکټرز كښې د كوم هم چيئرمېن نومولو له سمري وړاندې كړي۔ د غونډې په مهال د صنعت او پیداوار وزارت لخوا د سمېډا بورډ يو وارې بيا تشكيل كولو د وړاندېز هم جاج واغستلے شو۔ كمېټۍ نجي څانګې څخه د 6 آزاد ډائرېکټرانو د تقررۍ منظوري وركړه په كومو كښې چې سېف علي رستګار (پنجاب)، مشهود خان (سندھ)، عثمان سیف اے خان (خېبر پښتونخوا)، اسرار خان کاکړ (بلوچستان)، آسیه ساحل خان او ډاکټر سید ظهور حسن شامل دي

مزید خبریں