وزيراعظم شهباز شريف د سټاك ايکسچينج 100 انډيکس د يو لك 45 زره نه په زياتېدو د اطمينان څرګندونه وكړه

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سټاك ايکسچينج 100 انډيکس د يو لك 45 زره نه په زياتېدو د اطمينان څرګندونې كولو سره وئيلي دي د سټاك ايکسچينج په كاروبار كښې تندي د سرمايه كارو د حكومت په پاليسيو د باور عكاسي ده۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل کاروبار او سرمايه کارۍ ته …

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سټاك ايکسچينج 100 انډيکس د يو لك 45 زره نه په زياتېدو د اطمينان څرګندونې كولو سره وئيلي دي د سټاك ايکسچينج په كاروبار كښې تندي د سرمايه كارو د حكومت په پاليسيو د باور عكاسي ده۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل کاروبار او سرمايه کارۍ ته هر ډول ممكن سهولتونه وركولو ته حكومت وړومبي پام لرنه كوي، په اېف بي آر كښې اصلاحاتوسره د ټېكس نظام كښې بهتري او كاروباريانو ته سهولت ترلاسه شوي ۔ وزيراعظم ووئيل الحمدلله د پاکستان معاشي سمت ښه او معيشت د ترقۍ په لور روان دے۔

مزید خبریں