د کے اليکټرك د 76 اربه روپو د رائټ آف مسئله دې وزير مملکت عبد الرحمان کانجو د پيپلز پارټۍ او ايم کيو ايم غړو سره حل كړي۔ د سپيكر امر

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د کے اليکټرك د 76 ارب روپو رائټ آف او په سندھ كښې د بلونو په نه ادا كولو د ټولې سيمې بجلي منقطع كولو په اړه د پوښتنې د تسلۍ وړ ځواب نه تر لاسه كېدو نه پس دا پوښتنه موخر كړه او وزير مملکت عبد الرحمان کانجو ته ئې امر وكړو چې ھغې سندھ …

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د کے اليکټرك د 76 ارب روپو رائټ آف او په سندھ كښې د بلونو په نه ادا كولو د ټولې سيمې بجلي منقطع كولو په اړه د پوښتنې د تسلۍ وړ ځواب نه تر لاسه كېدو نه پس دا پوښتنه موخر كړه او وزير مملکت عبد الرحمان کانجو ته ئې امر وكړو چې ھغې سندھ څخه د پيپلز پارټۍ او اېم کيو اېم غرو سره په ګډه د دې مسئلې حل رواباسي۔ د شورو په ورځ په قامي اسبملۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د بجلۍ پارلماني سېکرټري سيد ساجد مهدي ايوان ته ووئيل د ريكوري د بشپړه هڅو نه وروستو حكومت رائيټ آف پلو تللے٬ دا مهال د کے اليکټرك 76 ارب روپۍ رائيټ آف كولو عمل روان دے٬ د دې طريقه كار دا دے چې وړومبې بورډ منظوري وركوي بيا آډټ كېږي٬ دې څخه ګرځېنده قرض كښې لا اضافه كېږي۔ سپيكر امر وكړٶ چې په دې مهمه مسئله دې غونډه رابللې شي او دا دې حل كړې شي۔

مزید خبریں