اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي پېنډۍ اسلام آباد ته د اوبو رسولو مېګا پراجېكټ لپاره وزيراعظم د داخله وزير په مشرۍ كښې د لوړې كچې كمېټي جوړه كړې ده، د اوبو كچه جګولو لپاره سي ډي اے د ودانيو قوانين بدل كړي دي اوس زمكې څخه د بورنګ د لارې د اوبو راويستلو حوصله ماتېږي۔ د شورو په ورځ …
پېنډۍ اسلام آباد ته د اوبو رسولو مېګا پراجېكټ لپاره وزيراعظم كمېټي جوړه كړه۔ طلال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي پېنډۍ اسلام آباد ته د اوبو رسولو مېګا پراجېكټ لپاره وزيراعظم د داخله وزير په مشرۍ كښې د لوړې كچې كمېټي جوړه كړې ده، د اوبو كچه جګولو لپاره سي ډي اے د ودانيو قوانين بدل كړي دي اوس زمكې څخه د بورنګ د لارې د اوبو راويستلو حوصله ماتېږي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د انجم عقيل خان په اسلام آباد كښې د اوبو كچه تر خطرناك حد كمېدو په حواله د پام راګرځونې د نوټس په ځواب ده ووئيل په اسلام آباد كښې په كال 1960 كښې د اوبو كچه په لس ميټره وه كومه چې اوس د 120 ميټر نه زياته شوې ده٬ د دې وجوهات په آبادۍ كښې زياتوالے او د ښار خپرېدل دي٬ په اسلام آباد كښې د اوبو امروزه حاجت 120 مېلن ګېلن دے چې پكښې 60 ملين ګېلن اوبه سي ډي اے وركوي، سي ډي اے د ښار سيمو كښې 90 فيصده او د كليوالو سيمو د 15 نه تر 20 فيصد ضرورت ترسره كوي٬ د دې مسئلې هواري لپاره ميګا واټر پراجيکټ ته اړتيا ده٬ دې لپاره وزيراعظم كمېټي جوړه كړې او د دې په فزيبلټي سټډي کار روان دے۔ طلال چوهدري ووئيل په اسلام آباد كښې د لس مرلې د كور استوګن 192 روپۍ او د يو كنال كور استوګن 280 روپۍ د مياشتنې بل وركوي٬ د خرڅونو په مقابل كښې بل 50 فيصده لږ دے٬ په كليوالو سيمو كښې حكومت د اربونو روپو 44 سكيمونه جوړ كړې دي چې پكښې يوازې 12 فعاله دي، د نورو يا خو موټر خراب دے يا يې د بجلۍ بل پاتي دے۔ حکومت هڅه كړې او په دې لړ كښې د لوړې كچې كمېټي جوړه كړې شوې ٬ ده ووئېل په اسلام آباد كښې په چراه او شاهدره سمال ډيم او په پېنډۍ هم دغسې سمال ډيمز جوړولو لپاره منصوبه بندي كوٶ٬ دا حكومت به دا مسئله حل كوي۔








