د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د بونير جرګې ملاقات

اسلام آباد۔ 6 اګست(اے پی پی) د كشمير٬ ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د ټولو سياسي ګوندونو لارښودو او د ماربل انډسټري او كسان ورورولۍ د بونېر خخه راغلې جرګې ملاقات كړے ۔ دې ځايې څخه د جاري شوي بيان له مخې د جرګې غړو وفاقي وزير د تماكو كروندګرو او ماربل انډسټري ته پېښو مسئلو څخه خبر كړو۔ فاقی وزیر انجینئر امیر مقام …

اسلام آباد۔ 6 اګست(اے پی پی) د كشمير٬ ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د ټولو سياسي ګوندونو لارښودو او د ماربل انډسټري او كسان ورورولۍ د بونېر خخه راغلې جرګې ملاقات كړے ۔ دې ځايې څخه د جاري شوي بيان له مخې د جرګې غړو وفاقي وزير د تماكو كروندګرو او ماربل انډسټري ته پېښو مسئلو څخه خبر كړو۔ فاقی وزیر انجینئر امیر مقام د جرګې غړو ته باور وركړو چې د هغوي مسئلې به اړوندو وفاقي وزيرانو سره پورته كړې شي۔ د بونېر ضلعې د مسلم ليګ (ن)صدر سالار خان په مشرۍ كښې راغلې جرګه كښې میاں سید لائق باچا، خورشید خان (ماربل فېکټری یونین)، د سوات ډویژن د مسلم ليګ (ن) نائب صدر سید ناصر عباس باچا، تحصیل صدر نقیب خان باچا، نام باد خان (ضلعی انفارمېشن سېکرټری مسلم لیګ (ن)، د جماعت اسلامی امیر انجینئر ناصر علي ، د قومي وطن پارټۍ حمید الرحمان، سردار جان او د اے اېن پی انور خان، سابق اېم پی اے ګورال سورن لال، جنرل سېکرټری یوتھ ونګ سید زاهد شاہ اېډووکېټ، عثمان خان، سید بهادر خان، نعیم الدین اېډووکېټ، د جے یو آئی امیر مفتی فضل غفور، د اے اېن پی فاروق، سید سر بلی خان، ذیشان خان او اېم زاده شامل وؤ

مزید خبریں