اسلام آباد۔6 اګست اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د اسلام آباد په يو شمېر سيمو كښې بارانونو څخه وروستو خوړونو سره نزدې سيمو كښې د سېلابي صورتحال نوټس اخستو سره ضلعی انتظامیې او سي ډي اے ته د خلقو د رېسكيو كولو او د اوبو ويستلو لپاره د اقدامات هدايت كړے دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم …
وزيراعظم د اسلام آباد ضلعي انتظاميې ٬ سي ډي اے ته د خلقو ريسكيو كولو ٬ د اوبو ويستلو لپاره د اقدامات امر

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 اګست اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د اسلام آباد په يو شمېر سيمو كښې بارانونو څخه وروستو خوړونو سره نزدې سيمو كښې د سېلابي صورتحال نوټس اخستو سره ضلعی انتظامیې او سي ډي اے ته د خلقو د رېسكيو كولو او د اوبو ويستلو لپاره د اقدامات هدايت كړے دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د روغتيا څانګې ته د خوړونو او نالو سره جوختو سيمو كښې د مېشته وګړو حفاظت او د ګنده اوبو د لاسه خپرېدونكو رنځونو څخه تحفظ لپاره د الرټ پاتې كېدو او د اقدامات كولو امر وكړو۔ دغسې وزيراعظم د سېلابي صورتحال ٬ د وګړو تحفظ باوري كولو او د مرستې كارروائيو څارنې لپاره كمېټي جوړه كړه۔








