اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) كل جماعتي حريت كنفرنس د (آزد كشمير او پاكستان څانګې) كنوينر غلام اېم صفي او مشرتابه د اګست 5 مه نېټه د كشمير استحصال ورځې په توګه په بشپړ ډول لمانځلو پاكستاني حكومت ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي دا د دې خبرې ثبوت دے چې كشميرے قام يوازے نه دے بلكې د پاكستان حكومت او اولس په هر محاذ دوئي سره يو برابر …
كل جماعتي حريت كنفرنس د كشمير استحصال ورځ په بشپړه ډول لمانځلو پاكستاني حكومت ته پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) كل جماعتي حريت كنفرنس د (آزد كشمير او پاكستان څانګې) كنوينر غلام اېم صفي او مشرتابه د اګست 5 مه نېټه د كشمير استحصال ورځې په توګه په بشپړ ډول لمانځلو پاكستاني حكومت ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي دا د دې خبرې ثبوت دے چې كشميرے قام يوازے نه دے بلكې د پاكستان حكومت او اولس په هر محاذ دوئي سره يو برابر ولاړ دے۔ دې ځايې څخه په جاري شوي بيان كښې حريت مشرتابه ووئيل دې اولسي فعاليتونو نړۍ ته يو وارې بيا دا ښكاره پېغام وركړے جې آرټيكل 370 او اے 35 ختمولو له د 5 اګست 2019 د هند اقدام غېر قانوني ٬ غېر آئيني او جابرانه ؤ كوم چې كشميري قام كله هم قبول كړے نه دے۔ کنوینر غلام اېم صفی ووئيل پاكستان هغه يوازينے هېواد دے كوم چې نه يوازې په سيمه ايزه بلكې په نړيواله كچه هم د كشمير مسئله په ډاګه كوي۔ پاكستاني مشرتابه تل د كشميري اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ كړے دے۔ ده ووئيل كشميرے قام لسيزو څخه قربانۍ وركوي او تر هغه وخت به په قلار نه كېښني تر كومې چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه شوے نه وي۔ ده ووئيل هغه ورځ به ضرور راځي چې د ظلم تياره به ختمه شي او د آزادۍ نمر به د كشمير په وادۍ كښې څيره اوهي








