اباسين د شك نه غېر د پاکستان لائف لائن دے، د موسمياتي بدلون وزير مملکت

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزير مملکت شذره منصب علي خان کھرل وئيلي دي اباسن د شك نه غېر د پاکستان لائف لائن دے٬ پاكستان په ھغه لسو هېوادونو كښې شامل دے چرته چې ګليشير په تندۍ سره ويلي كېږي او د موسمياتي بدلون څخه په سخت ځپلو هېوادونو كښې شامل دے ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال …

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزير مملکت شذره منصب علي خان کھرل وئيلي دي اباسن د شك نه غېر د پاکستان لائف لائن دے٬ پاكستان په ھغه لسو هېوادونو كښې شامل دے چرته چې ګليشير په تندۍ سره ويلي كېږي او د موسمياتي بدلون څخه په سخت ځپلو هېوادونو كښې شامل دے ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د شرميلا فاروقي د پوښتنې په ځواب دې ووئيل د کلائميټ فنډ څخه د درېو ګليشير ويلې كېدو په حواله په منصوبو كار روان دے ٬ تر اوسه درې ګليشير د ليکس په ګوته كړې شوې دي٬ د دې فنډز له مخې د ګرين بي آر ټي منصوبه هم عملي كوو۔ دې ووئيل اباسين د پاکستان لائف لائن دے او د فوډ باسکټ انحصار هم په دې درياب دے

مزید خبریں