د خیبر پښتونخوا سینیټ الیکشن كښې د پي ټي آئي 6 امیدوار کامیاب شول ، اپوزیشن ته 5 چوكۍ تر لاسه شوې ،غیر حتمي و غیر سرکاري نتیجه

پېښور ۔ 22 جولائي (اے پي پي ) د خیبر پښتونخوا سینیټ الیکشن كښې پي ټي آئي ته 6 او اپوزیشن ته 5 چوكۍ تر لاسه شوې ۔ د غیر حتمي و غیر سرکاري نتیجې ترمخه خیبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د سینیټ ټاكنو كښې پي ټي آئي په 6 او اپوزیشن ګوندونو په 5 چوكو کامیابي تر لاسه كړه ۔ د الیکشن کمیشن آف پاکستان تر مخه د خیبر پښتونخوا د …

پېښور ۔ 22 جولائي (اے پي پي ) د خیبر پښتونخوا سینیټ الیکشن كښې پي ټي آئي ته 6 او اپوزیشن ته 5 چوكۍ تر لاسه شوې ۔ د غیر حتمي و غیر سرکاري نتیجې ترمخه خیبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د سینیټ ټاكنو كښې پي ټي آئي په 6 او اپوزیشن ګوندونو په 5 چوكو کامیابي تر لاسه كړه ۔ د الیکشن کمیشن آف پاکستان تر مخه د خیبر پښتونخوا د سینیټ په 11 چوكو ووټونه وشول او د اسمبلۍ ټولو 145 غړو خپل ووټ کاسټ كړو ۔ د نتائج تر مخه په 7جنرل چوكو كښې په 4 پي ټي آئي کامیابي تر لاسه كړه چې پكښې مراد سعید، فیصل جاوید، مرزا آفریدي او نورالحق قادري شامل دي ۔ د غیرسرکاري نتیجې تر مخه د اپوزیشن ګوندونو په 3 جنرل چوكو کامیابي په برخه شوه چې پكښې د ن لیګ نیاز احمد، د پیپلز پارټي طلحه محمود او د جے یوآئي عطا الحق شامل دي ۔ دغسې د پي ټي آئي امیدوار مراد سعید جنرل چوكۍ وګټله، هغه 26 ووټونه تر لاسه كړل ، فیصل جاوید ته 22 او نورالحق قادري هم 22 او مرزا آفریدي ته 21 ووټونه تر لاسه شول ۔ د مېرمنو په 2 چوكو كښې په يوه د پي ټي آئي روبینه ناز او په بله د پیپلز پارټي روبینه خالد کامیابې شوې ۔ د غیر حتمي نتیجې تر مخه د مېرمنو په چوكې د پي ټي آئي روبینه ناز 89 ووټونه واغستل ۔دغسې د ټیکنوکریټس په چوكو د پي ټي آئي اعظم سواتي او د جے یو آئي دلاورخان وګټله۔

مزید خبریں