اسلام آباد21جولائی(اے پی پي)د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب وئېلي دي د مسابقتي كمېشن كاركردګۍ جائزه ضروري ده٬ريګوليشن او پرائيويټ سيكټر سره به چلېږو۔د ګل په ورځ د سينيټ په غونډه كښې ده ووئيل د سينيټر محسن عزيز دې خبرې سره اتفاق كوم چې د مسابقتي كمېشن آف پاكستان(سي سي پي) د كاركردګۍ په سنجيدګۍ جاج اخستل پكار دي۔د خزانې وزير ووئيل پرائيويټ سيكټر له به هېواد د پرمختګ په …
د مسابقتي كمېشن د كاركردګۍ جائزه ضروري ده٬ريګوليشن او پرائيويټ سيكټر سره به چلېږو۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب
اسلام آباد21جولائی(اے پی پي)د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب وئېلي دي د مسابقتي كمېشن كاركردګۍ جائزه ضروري ده٬ريګوليشن او پرائيويټ سيكټر سره به چلېږو۔د ګل په ورځ د سينيټ په غونډه كښې ده ووئيل د سينيټر محسن عزيز دې خبرې سره اتفاق كوم چې د مسابقتي كمېشن آف پاكستان(سي سي پي) د كاركردګۍ په سنجيدګۍ جاج اخستل پكار دي۔د خزانې وزير ووئيل پرائيويټ سيكټر له به هېواد د پرمختګ په لاره روانول وي خو موثر ريګوليشن او چيك اينډ بيلنس نظام هم ضروري دے دغسې چې په ماركيټ كښې د مسابقت ماحول په ځاے پاتې شي۔ده تجويز وركړو چې د خزانې لپاره د سينيټ په قائمه كمېټۍ غونډه كښې دې د مسابقتي كمېشن چيئرمېن راوبللے شي دغسې چې د كمېشن د تېرو دوو كلونو په كاركردګي رپورټ وړاندې كړي۔ده ووئيل كمېشن كښې په دې وروستيو كښې نوې انتظاميې چارج سنبهال كړے او د تېر وخت ځينې مهم معاملات د التوا سره مخ دي۔د خزانې وزير ايوان خبر كړو چې په مسابقتي كمېشن كښې په مجموعي توګه 567 عدالتي كيسونه هم زير التوا وو٬ په تېرو دوو كلونو كښې 224 كسيونه ترسره شوي٬دغسې كمېشن نزدې 50 فيصده مقدمات حل كړي٬ اګست 2023 نه تراوسه 12 كروړه روپۍ د جرمانې او فيسونو په مد كښې وصول كړې شوي۔ده ووئيل زمونږ حكومت عزم لري چې د پرائيويټ سيكټر آزادۍ او پرمختګ باوري كولو له به يو موثر ريګوليټري فريم ورك جوړولې شي دغسې چې سپيځلې٬منصفانه او مسابقتي تجارتي ماحول ته وده ترلاسه شي۔












